عبدالله عبدالله د مصالحې شورا مشر ټاکل شوی خو تر اوسه د مصالحې شورا پته نه لګي

روهي (څلورنۍ/۳۱ د غوايي)، د ولسمشرۍ او سپېدار ماڼۍ ترمنځ د سياسي هوکړې پر اساس د ملي يووالي حکومت پخوانی اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د مصالحې عالي شورا رئيس وټاکل شو، خو تر اوسه يې کار نه دی پيل کړی. 

د سياسي هوکړې نېږدې درې ورځې تېريږي خو د مصالحې شورا د چارو، دفتر، د کار د پيل او فعاليت په اړه تر اوسه هېڅ څه رسنيز شوي نه دي. 

عبدالله عبدالله د مصالحې عالي شورا مشري اخېستي ده او د مصالحې شورا ته د سولې ټولې چارې سپارل شوې دي، خو عبدالله عبدالله او ولسمشر غني تر اوسه په رسمي دول د مصالحې عالي شورا د چارو پيل نه دی کړی. 

د مصالحې عالي شورا صلاحيت او مسووليتونه د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ سياسي هوکړه کې ذکر شوي دي خو شنونکي وايي چې د سولې بهير د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د پنځو کالونو ناندريو ترمنځ لوېدلې ده چې په کم وخت رسېدل به ورته ممکن نه وي.