مورې ته مې ډېره پوروړې یې  

زه په رښتیا هم له دې نړۍ ډېره ډارېدم، دې نړۍ ته مې له راتګ انکار کاوه، ماته د مور ګېډه تر بل ځای غوره و، ویل به مې نړۍ له غمونو او دردونو ډکه ده رښتیا هم هماغسې وه. ما به ویل، په دې کمزوري وجود، وړو پښو او وړو لاسونو به څنګه د بل چا له مرستې پرته هلته ژوند وکړای شم، خو ماته به ډاډ را کول کېدو، چې ستا لپاره یوه پرښته ځانګړې شوې ده، په ډېره مینه او زړه سوي به ستا روزنه کوي، خو هغسې ونه شول، زما کمزوري نور هم زیاته شوه، پښه مې دوه ځای غوټه سورۍ ده، اوس د خپلې مور خېټه په خپله نازکه لغته نشم وهلی، د پښې درد مې نه شم حس کولای خو ډېره را پسې درنه ده، ددې امکان هم شته چې د پښې دا دروند والی مې سپک شي، خو په سر پورې ولاړ د شنې چپنې درلودنکي کسان یې پرې کولو ته زړه نا زړه دي.

ما به پوښتل، د مور خېټه زما لپاره لکه جنت ده، په دې جنت کې، زما یوازنۍ دنده خندا او خوښي ده، هغه پرښته چې په دنیا کې زما لپاره غوره شوې ده، زما لپاره به څه وکړي، په مینه ځواب راکړل شو، ستا پرښته به تاته خاندي او آوازونه به درته وایي، تا به هېڅکله هم خپګان ته پرېنږدي، وبه ګورې، چې ته به هلته څومره خوشاله وې، خو داسې ونه شول، ما د خپلې پرښتۍ غږ وانه ورېد، هو رښتیا ددې پرښتې خوږ غږ مې لږ واورېد، خو په یو ډل نا اشنا او وېروونکې غږونو کې رانه ورک شو، د غېږې ګرمي مې یې حس نه کړ، خو په خپله ګرمه وینه یې زما بدن د روغتون یخ غولي ته پرېنښود.

ما مې د مور په نس کې پوښتنه کړې وه؛ اورېدلي مې دي، چې په هغې نړۍ کې ډېر بد خلک هم ژوند کوي، زه خو ډېره وېرېږم، هلته به څوک له ما څخه ساتنه کوي؟ راته ویل شول؛ پرښته به دې له تا څخه ساتنه کوي، په هر ډول شرایطو کې ان که د خپل سر په بدله هم وي. یوه دا خبره یې رښتیا شوه، رښتیا یې هم د خپل سر په بیه زما ژوند وژغوره، خو د هغې له وجود راوتلې مرمۍ بیا هم زما تر نازک بدن را ورسېده. مورې ته ډېره بې وفا وې، مېنه مې دې حس نه کړه، د شیدو خوږ والی مې دې ونه څاکاه، د غېږې ګرمي مې دې حس نه کړه، ته مې ډېره پوره وړې یې، خو پام چې دا پورونه دې له یاده ونه وځي، هرو مرو به یې پرې کوې.

پلار مې په سوري زړه، کله زما ترڅنګه راشي او کله مې کوچنۍ خور او ورور ته ورمنډه کړي، حواس یې بایللي دی، په سترګو کې یې اوښکې وچې او په ستونکي کې یې درد غوټه شوی دی، کله کله خو نورو خلکو ته ډاډ ورکوي، پوهېږم دا کار یې هم غیر ارادي دی، ځکه غم یې ټول وجود بې حسه کړې دی.