سوکالي څه ته وايي؟

سوکالي، یعنې دا چې سالمه کورنۍ ولری او د کور غړي مو بې صبره ستاسو د ورتلو په تمه وي.
سوکالي په دې معنا چې له مالي اړخه پر ځان دومره بسیا اوسی، چې ژوند مو په خوښۍ سره روان وي.
سوکالي په دې معنا چې له مالي اړخه پر ځان دومره بسیا اوسی، چې ژوند مو په خوښۍ سره روان
وي او د دې وېره هم درسره نه وي چې کورنۍ به مو ستاسو په نشتون کې له مالي ستونزو سره مخ
شي. مطلب دومره بنسټيز کارونه مو کړي وي، چې اولادونو ته مو ترې يوه ګوله حلاله ډوډۍ
ورسېږي.
سوکالي، یعنې د يوې داسې دندې درلودل، چې خوند ترې واخلی او خلکو ته يې هم ګټه ورسېږي.
سوکالي، یعنې د ځان پېژندل او پر دې پوهېدل چې په څه بوخت یاست او د چا لپاره کار کوی؟
سوکالي، یعنې د ځان خيال ساتل او هر سهار په روغه سټه له خوبه را پاڅېدل.
سوکالي، یعنې دا چې د ورځې په پای کې په ټولو ترسره کړو کارونو غور وکړی او د هېڅ کار په کولو
پښېمانه نه شی.