عشق که لیونتوب!؟

مینه د انسان ژوند تېرولو لپاره اړینه او مهمه پدیده.

د مینې پۀ اړه زیات تعریفونه شتون لري، هر کس یې ځان ته پۀ بېلا بیلو الفاظو تعریفوي.

ماهرینو د مینې پۀ اړه بېلابېل نظرونه څرګند کړي.

افلاطون پۀ دې اړه وايي: چې انسان روح مخکې لۀ دې چې نړۍ ته راشي د ښکلا حقیقت د تجرد پۀ عالم کې درک کوي. او کله چې پۀ مجازي نړۍ کې حُسن ویني ورباندې مینیږي او زړۀ یې مینه غواړي.

څوک مینه د جنسي عرضې د سړولو وسیله بولي،
څوک یې د ژوند د رښتینې ملګري پیدا کول بولي.
که د مینې پۀ اړه ژوره څېړنه وشي نو ضرور به د ژوند مختلف رازونه را وسپړل شي. حُسن داسې یو شی دی، چې چوکاټ او دیوالونه نۀ لري، حُسن که پۀ هر څۀ کې وي حُسن دی او د انسان پۀ زړۀ کې ځای پېدا کوي خو ځینې کسان چې د ځوانۍ مرحلې ته راسیږي، نو ضرور یې یو کس خوښیږي، او پۀ یو کس یې مینه راځي.

عاشق ته خپله موشقه د نړۍ دُنیا ښکاري، خپل ټول ژوند فقط د یار لپاره کوي.
لکه یو عاشق خپلې معشوق ته داسې خطاب کوي.(شاید تۀ! پۀ دې نړۍ کې یو کس اوسې، خو زما لپاره ټوله نړۍ یې!)

یعنې عاشق د خپل یار پۀ مینه کې دومره ډوب دی، چې یو فرد ورته ټوله نړۍ ښکاري.
ځینې عاشقان د معشوقې پۀ مینه کې ان تر دې حده ورسیږي، چې پۀ هر څۀ کې ورته خپل محبوب ښکاري.

شپه او ورځ د خپل محبوب پۀ اړه سوچ او فکر کوي، ددې پۀ لټه کې وي، چې یار هره شیبه ورسره خبرې وکړي، خبرې یې ومني، څۀ چې د عاشق زړۀ غواړي معشوقه یې همغه ډول کار وکړي.

کله چې معشوقه د خپل عاشق پۀ خوښه کار کوي، د خپل عاشق خبره مني، ټول ژوند او نړۍ ورته همدغه یار(محبوب) ښکاري.

د هیچا پروا نۀ کوي، ژوند یې لۀ غمونو لېرې وي.
که چېرته د خپل یار سره پۀ نۀ خبره وران شي او یا یې منځ کې کومه ستونزه رامنځته شي نو عاشق بیا ژوند نۀ شي کولای، شپه او ورځ د خپل محبوب پۀ اړه فکرونه کوي او ان تر دې چې د جودایی لۀ امله امکان لري، چې عاشق ځان او یا نورو ته زیان ورسوي. 

تر څنګ یې زیات خطر ددې موجود دی، چې "اوبسېسيو لو ډېس ارډر یا د لیونتوب تر حده د عشق ناروغۍ" باندې اخته شي.

دا وروستیو کې د امریکا متحدو ایالتونو کې کټ مټ دغسې یوه پېښه وشوه، چې یوې ښځې یوه سړي ته پرلپسې65 زره لیکلي پیغامونه واستول.

دوی دواړو لومړی ځل د وېبپاڼې لۀ لورې یوه بل سره پېژندلي و. د ښځې سړی خوښ شوی و، خو کله یې چې هغه د واده واړندیز ردکړ، ښځې ته د ځان سپکاوی پکې ښکاره شو.

لۀ هغې وروسته دغه ښځه د سړي تر کور ته ورسیده، پرلپسې یې هغه ته پيغامونه استول او خبره تر پولیسو ورسیده.

پولیسو بالااخره دغه ښځه ونیوله او زنداني یې کړه. د برتیانیا خبر پاڼې "میټرو" رپوټ کې ویل شوي، د پوښتنو ګرویږنو پر مهال دغې ښځې پولسو ته ویلي: 
ددغه سړي لۀ لیدو وروسته مې فکر کاوه همنفس مې وموند. ما ګومان نۀ کاوه، د پيغامونو لۀ کبله به مې دومره خواشینی کېږي.

د رواني ناروغیو ماهرین وايي: ددغې ښځې حالت ته پۀ کتو "داسې ښکاري چې دا پر یو ډول ذهني ناروغۍ اخته ده، چې  " اوبسېسيو لو ډېس ارډر یا د لیونتوب تر حده د عشق ناروغۍ" نوم ور کړل شوی دی.

 اوبسېسیو لو ډېس: 
د امریکا "هیلت لاین" نومي روغتیا معلومات ښيي چې پر اوبسېسیو لو ډېس ارډر یا او ایل ډي یو ډول رواني حالت دی، چې پرې اخته کسان پر یوه کس خورا ډېره تکیه کوي، او فکر کوي چې مینه ور سره کوي.

دغه کسان فکر کوي چې مقابل لوری هم باید ور سره همدومره مینه وکړي او کله چې هغه کس ورسره هغومره لېوالتیا نۀ ښيي دوی یې ذهناً نۀ مني، بلکې دوی غواړي هغه کس او احساسات یې کنټرول کړي.
د اوبسېسیو لو ډېسو ارډر علامات څۀ ډول دي!؟

* فکر ته پرلپسې د هغه کس راتک، چې هیڅ کنټرول پرې نۀ وي.
* د بل انسان او د هغه د فکر کنټرول هیله
* د هغه انسان د انکار نۀ منل
* لۀ نورو سره د هغه پۀ اړه خبرې او یادولو تۀ یې پلمې لټول
* د هغه لۀ کبله د نورو خپل خپلوان هیرول
* بیا بیا پيغامونه ورته لیږل لۀ شا ورپسې تلل یا یې پر خواله رسنیو ګنکول
*  لۀ هرې لارې کوښښ کول چې خپله خبره پرې ومنل شي
د ذهني ناروغیو ماهره نیتو رانا وايي: معمولاً پورتنۍ علامې پۀ هغو کسانو کې لیدل کېږي ، چې رښتیا "عشق" کوي خو که دغسې احساسات لۀ کچې تېریږي ښايي دغه کسان اوبسېسیو لو ډېس ارډر اخته وي.

نو که تاسې هم دغه ډول حالت کې کرار ولرئ، د خپل محبوب یا یار څخه جودا شوي وئ، دغه 
پورته علایم ولرئ نو تاسې پۀ مینه کې تر لیونتوبه راسیدلې یئ.
چې دې ته د "لیونتوب تر حده د عشق ناروغۍ" نوم ور کړل شوی دی.
پۀ دغسې حالاتو کې تاسې خپل او هم نورو ته زیان راسولی شئ.
نو پۀ داسې یو حالت کې تاسې مرستې ته اړتیا لرئ، او هم باید تاسې مرسته وغواړئ.
داسې څوک او یا نږدې ملګری درته پېدا کړئ، چې خپل د زړۀ دردونه او حالت ورته بیان کړئ او هغوی درته د ډاډ او ددې ذهني ناروغۍ څخه د راوتلو لپاره درته لارې وښیي او لۀ تاسې سره همکاري وکړي.
که مو پۀ دغو حالاتو کې مرسته ونه غوښته او یا چا همکاري در سره ونۀ کړه، نو ددې امکان ډېر دی، چې هم ځان او یا نورو ته تاوان ورسوئ.

سرچینې:
۱. بي بي سي پښتو
۲. د زیړ ګلاب پاڼې