چک جمهوریت افغانستان ته خپل نوی سفير راولېږو 

روهي (درې نۍ/۳۰د غوايي)، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې د چک جمهوریت د نوي سفیر ایرژي بالون باورلیک ومانه.

په ارګ کې د باورلیک وړاندې کولو له مراسمو وروسته چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمدحنیف اتمر هم په کې حضور درلود، دواړو لورو دچک او افغانستان ترمنځ د اړیکو او همکاریو د لا پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړې.

جمهور رئیس غني په تېرو کلونو کې له افغانستان سره د امنیت او انکشاف په برخو کې د چک جمهوریت د مرستو او همکاریو مننه وکړه.