د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود په کرونا ويروس اخته شوی 

روهي (درې نۍ/۳۰ د غوايي)، د پخواني جهادي قومندان احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود  په کوېډ-۱۹ يا کرونا ويروس اخته شوی دی. د جوړجاړي عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د دغه خبر پخلی کړی. 

ډاکټر عبدالله عبدالله پر خپلې فېسبوک پاڼې ليکلي دي چې د احمد مسعود د کرونا ويروس معاينه شوې چې پايله يې مثبت وه او نوموړي ته يې د روغتيا هيله ښوودلې. 

د احمد مسعود د روغتيايي وضعيت په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي. له دې وړاندې د هېواد د عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروز الدين فيروز په کرونا ويروس اخته شوی وو.