ولسمشر غني د اساسي قانون د تعديل فرمان ورکړی 

روهي (درې نۍ/۳۰ د غوايي)، د بلخ پخواني والي او د جمعيت ګوند اجرائيوي رئيس عطا محمد نور هغه دوه فرمانونه رسنيز کړي او انځورونه يې خپاره کړي دي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اساسي قانون د تعديل او ټاکنو قانون کې د تغيراتو په اړه ورکړي او لاسليک کړي وو. 

د اساسي قانون د تعديل فرمان چې درېيمه ګڼه دی او ۱۳۹۷/۱/۲ نېټه ورکړل شوی دی ولسمشر غني يو کمېسيون ته په کې دنده سپارلې، چې د اساسي قانون د تعديل څرنګوالی او طرحه ولسمشرۍ مانۍ ته وړاندې کړي. 
 


همدا ډول ولسمشر غني په يو بل فرمان کې چې ګڼه يې څلورمه ده او په ورته نېټه خپور شوی دی، يو کمېسيون ته دنده سپارلې ده چې د ټاکنو قانون په اړه پلټنې تر سره او تر يو کال يې ولسمشرۍ ماڼۍ ته وسپاري. 
 


عطا محمد نور ليکلي دي چې ولسمشر غني دوه کاله وړاندې د اساسي قانون او د ټاکنو قانون د تعديل ذهنيت درلود او فرمانونه يې ورکړي وو خو يو شمېر کړيو د خپلو شخصيو ګټو په پار د دغه کار مخه ونېوله.