روغتيا وزارت: تازه ۵۸۱ مثبتې پېښې ثبت شوې، افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۷۶۵۳ ته ورسېد 

روهي (درې نۍ/۳۰ د غوايي)، د هېواد د عامې روغتيا وزارت د نن ورځې د مالوماتو پر اساس تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۸۱ مثبتې پېښې ثبت شوي دي او په دې سره افغانستان کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۷۶۵۳ ته ورسېد. 

نوې ۵۸۱ پېښې د هېواد په ۲۱ ولايتونو کې ثبت شوې چې تر ټولو ډېرې يې په پلازمېنه کابل کې دي. کابل کې ۱۶۵ او پکتيا کې ۱۳۴ پېښې ثبت شوې دي. 

همدا ډول تر اوسه ۱۷۸ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي دي او ۸۵۰ نور له درملنې وروسته جوړ شوي او رخصت شوي دي.