خړ ټانګ په تېزی سره د تیلو پمپ ته را وګرځید، په سر یې درې رنګه بېراغ رپېده. عسکر ترې ښکته شول. د مخامخ دوکان په لور وخوځېدل. له څه ځنډ وروسته یو یو را وت او موټر ته به ختو. د سرک له اړخ سره د ولاړ ځوان چې په ملي اوردو سترګې ولګېدې، د دوکان خواته رهي شو. آخري سرباز را بهر شو، په ښي لاس کې یې لوی مبایل او په کیڼ کې یې سیګرټ نیولي و. د ځوان په لیدو یې د خوښی احساس وکړ او ورته غاړې وت. له جوړ پخیر وروسته، ځوان ترې وپوښتل: بیا راغلی یې!؟
عسکر په ږیره کې نوی خط وهلی و. لوړه پزه، وړه خوله او لویو بادامي سترګو دومر ښکلا وره په برخه کړې وه. تا به وې، چې د اوسني وخت یوسف دی...
پر تندي یې لاس تېر کړ او ویې ویل: ولا مور او پلار راته ټینګ و. ځکه لاړم. په بل کار پسې ډېر وګرځېدم، پیدا مې نه کړو،مجبور شوم بیا راغلم. دومره څه نه و چې خوړلي مو وای. همدې نیستۍ بیا ورته اړ کم!
ځوان د دېوال سره ویلی تکیه کړ، ښۍ پښه یې تر کیڼې تاو کړه. سرک ته یې وکتل، پر دواړو خوا یې پوځیان روان و، چې له یوه فرد سره اوږد سیخ و. کله به چې پول چک ته ورسېدل، د اوږد سیخ واله به ځمکه پرې وګروه، چې باوري به شو، نورو ملګر ته به یې د روانېدو اشاره وکړه.
ځوان ورته کړل: ښه شوې چې راغلی. هسې هم کرونا وضعه خرابه کړې او بل بندیان خوشي شول کاندې سوله وشي...
ځوان لا خبرې نه وې خلاصې کړې، چې غږ وشو: ژر شئ حرکت دی!
سرباز وویل: خدای مهربانه دی. ماښام خوا ته راځم ګپ به کړو اوس ځو. خدای په امان!
عسکر له همدې خبرې سره منډې کړې او د ټانګ پر سر دهشکې ته کیناست. ټانګ د پاخه سرک په لوري روان شو او مخکنیو نفرو ته ورسېد. هغوی به چې پول چک وکتو، وروسته به ټانګ هم پسې رهي شو. کله چې بل پول ته نېږدې شو، توره دوړه پورته شوه او بیا پسې لوی درپ شو. په هوا کې برګې ټوټې تر ډېر برې لاړې او بېرته را ولوېدې...
پای
سمیع الله ستوری
وروستي