صلاح الدين رباني: مونږ د عبدالله په ډول ماموريت نه بلکې مشارکت غواړو؛ د نظام اوسنی  ډول بايد بدل شي

روهي (دوه نۍ/۲۹ د غوايي)، د جمعيت ګوند مشر او د پخواني جهادي قومندان برهان الدين رباني زوی صلاح الدين رباني د ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د واک وېش او سياسي هوکړې سره مخالفت ښوودلی. 

د جمعيت ګوند په  غبرګون پاڼه کې ويل شوي دي چې د تېرو ټاکنو پايلې له درغليو ډکې وي او دغسې يوې هوکړې تېرو مشروعيت نه لرونکو ټاکنو ته مشروعيت ورکړ. 

خبرپاڼې د صلاح الدين رباني ل ادرسه ليکلي دي چې جمعيت ګوند حکومت کې د ماموريت لپاره مبارزه نه کوي، بلکې  د نظام  شراکت او برخې جوړېدو لپاره به خپله مبارزه جاري ساتي.

دغه خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د افغانستان د نظام اوسنی جوړښت متمرکز دی چې واک د یو کس په لاس كې دی. جمعيت ګوند په دې لټه کې دی چې د افغانستان د نظام ډول بدل کړي او واک غېر متمرکز کړي.