روهي (دوه نۍ/۲۹ د غوايي)، د بلخ پخواني والي او د جميعت ګوند اجرائيوي رئيس جنرال عطا محمد نور د ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله د سياسي واک د وېش له هوکړې سره مخالفت وښود او د هېواد په زيان يې بللې ده.
عطا محمد نور ويلي چې تېره ورځ ياده سياسي هوکړه ولوستله او هېڅ داسې څه يې په کې پيدا نه کړل چې د هېواد د ملي ګټو، اقتصاد، بې کارۍ او سولې په پار وي. عطا محمد نور ويلي چې د ثبات او هپمالنې ټيم د شخصي ګټو لپاره ځان د واک شريک کړ.
د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ په سياسي هوکړه کې د مصالحې عالي شورا د بوديجې اړه مستقل واحد ذکر شوی او ويل شوي دي چې هېڅ اداره نه شي کولی چې د مصالحې عالي شورا د پيسو د مصرف په اړه پوښتنه او برسي وکړي. عطا محمد نور وايي چې دغه ماده د غلا، چور او د بيت المال د پيسو څخه ناوړه ګټه اخېستنه په ګوته کوي.
د بلخ پخواني والي عطا محمد نور ولسمشر غني هم په دې ملامت ياد کړی چې د هېواد منتخب ولسمشر ټاکل شوی، ټاکنو کمېسيون وثيقه ورکړې او په کار نه وه چې يو بايللي ټيم ته يې په واک کې دومره برخه ورکړې وه.
وروستي