غزني کې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو مرکز سره څېرمه ځانمرګی بريد شوی 

روهي (دوه نۍ/۲۹ د غوايي)، د غزني ولايتي مسوولين وايي چې نن سهار وختي غزني ښار کې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو مرکز سره نېږدې ځانمرګی بريد شوی. بريد نن سهار ۴:۳۰ شوی. 

د مالوماتو پر اساس بريدګر پر موټرسايکل سپور وو او د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو مرکز سره نېږدې يې ځان ته چاودنه ورکړه. د دغه پښې د مرګ - ژوبلې په اړه تر اوسه مالومات نه دي ورکړل شوي. 

د غزني روغتيايي مسوولين وايي چې تر اوسه له يادې پېښې اووه مړي او ۴۰ ټپيان دوی ته وروړل شوي دي. کورنيو چارو وزارت هم د پېښې پخلی کوي خو په اړه ډېر جزئيات نه دي ورکړي.