معامله  توره وې که سپینه  

د څلویښتو کالونو را پد خوا ظلم وحشت د انسان وژنه ورور وژنه، ژاړه فریاد د وطنه شاړل د وطنه ورکیدل نورو ته سپک  په اسانه ښکار کيدل د کونډو  یتیمانو بې سرپرستي  نورو ته لاس نيول  د خویندو او میندو مو په بازارونو کې سول کول په جګړو کې د لاسونو غوڅیدل د سترګو ړندیدل او بل ته مختاج کیدل ده ټول د جنګ د لاسه.  

مشران مو هر ځل وایې چې موږ  د وطن او ولس  پر سر د چا سره معملا نه کوو  نو معملا توره وې که سپینه له تېرو څو لسیزېزو  را پدېخوا  په  دې وطن کې  جنګ جګړې دي دا ځکه چې  په موږ  داسې خلک حکمان دي چې هر وخت  خپلې   ګټې ورته پیدا کیږي نو په ولس معملا کوي  او قندې غورزوي.

په تېرو ۲۰۱۴ ټاکنو کې په ولس او وطن معملا وشوه د امریکایانو په منځګړیتوب  مو حکومت  دوه سری  شو واک مو وویشل شو اوس بیا هغه مشران پر خلکو معملا کوي  ولسمشر غني ۲۰۱۹  کال ټاکنې وګټلې خو عبدالله یې هم ادعا وکړه چې کتونکي یو دواړو په یو هیواد کې په یوه ورځ دوه لوړې وکړې او دواړو سوګند وکړ چې زه ولسمشر یم او زه ولسمشر یم  په ولس اوخاورې  به  معملا نه کوو بیا دواړه په خپلو کې اوس د واک پر سر راسره جوړ شوه  نو دا د ولس په سترکو کې خاورې شیندل نه دي.

د عبدالله عبدالله د لوړې مراسمو کې سوګند وکړ چې زه ولس مشر یم اوس نیم حکومت باندې ورسره جوړ شو جنرال دوستم په تېر پنځه کالن دور کې د ولسمشر غني لومړی مرستیال و او په کاپیسا او جوزجان ولایتونو کې به یې  د وسلوالو پر ضد عملیات کړل خو  د وسلوالو پر ځای به یې بېګناه افغانان وژل او ظلم به یې ورباندې کوه اوس د پوځ لوړه مرشالي رتبه ورکړل شوه او  ایا دا دغو پاکو رتبو ته بې اخترمي نه دا بیا نو د دغه واک تږي لخوا ورکړل شوه  دغه رتبه  هغه  چا ته ورکول کیږي چې د ولس او خاورې څخه یې دفا کړي وي نو دوستم  څه کړي دي یوازې یې  بېګناه افغانان وژلي دي  بس اوس موږ  ورځې نه بلې ته د پرېوتو او غربت او خربیې په لور روان یو  دوښمن مو په اسانۍ ښکار کوي. 

 په هیواد کې مو چې اوس څومره بخران روان دي د همدغه مشرانو له لاسه که دوي ټول سره یو او د یو افغانستان لپاره یې کار کړي وی  د ځان د غم پر ځاي یې د ولس غم خوړلی وی نو دغه حالت به پر موږ نه راتلی  اوس که  مو طالب وژني د دوي د لاسه او که پاکستان مو وژني د دوي دلاسه او که امریکا مو وژني د دوي د لاسه او که بل مو وژني د دوي د لاسه  هر وخت ولس دوکه کیږي ولس روسوه کیږي ولس زیان وینې او ولس تکلیف خواري په ځان تېروي  د دغه واکمنانو او مشرانو لوڼه او زامن په خارج کې په لوړه سویه تعلیم کوي او د دې خوار ولس بچیان په سنګر کې لاس په ماشه د دښمن سره جنګیږي  د جګړې ښکار کیږي.

غني وایې  چې زه د غازي امان الله خان په فکر ځم خو غازي امان الله خان خو دومر د واک تږی نه و کله چې پوه شو چې په وطن کې د وینې  د تویاولو پر سر پر واک پاتې کیداشي نو دا یې غوره وبلله  چې دبېګنا خلکو وینې توي نشي او واک یې پرېښود اېټالیا ته لاړ هلته په ډېر بد حالت کې وفات شو. 

 او کله بیا وایې چې د احمد شاه بابا اېډیا باند ځم نو احمد شاه بابا خو ټول افغانستان د  امو نه تر اباسینه یو افغانستان یې متحد او یو موټی  یې کړ. غني  به کارونه کړي وي خو امنیت مو ورځې نه بلې ته خرابیږي، بې ګنا وژل کیږو، او څوک مو د سیند  اوبو ته اچوي  د پوښتنې څوک مو نشته  په رڼا ورځ خرڅوول کیږو.  دا ټول د همدغو واکدارانو له لاسه.