روهي (يوه نۍ/۲۸ د غوايي)، د مياشتو ناستو او خبرو - اترو وروسته ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله د حکومت پر وېش او يو ګډ حکومت د جوړېدو پر سر هوکړې ته سره رسېدلی دي. د دغه هوکړې کاپي رسنيزه شوې ده او لاندې مسايل په کې شامل دي.
۱- د عبدالله عبدالله صلاحیتونه:
- د سولې (ملي مصالحې عالي شورا) مشري؛
- د سولې چارو مديريت او مشري؛
- د سولې يا ملي مصالحې عالي شورا د ناستو مشري؛
- د مصالحې عالي شورا او د سولې په چارو کې د دولت وزارت د کارمندانو ټاکل او ګوښه کول.
۲- د واک وېش:
- د ولسمشر محمد اشرف غني په فرمان جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبه، د دولت په عالي شورا او ملي امنيت شورا کې غړېتوب؛
- د کليدي وزارتونو په شمول د کابينې ۵۰ - ۵۰ سلنه وېش؛
- د دواړه خواوو په هوکړې د واليانو ټاکل؛
- د کابينې د وزيرانو او واليانو د ګوښه کېدو او ټاکل کېدو په صورت کې سلا - مشوره کول.
۳- څار:
- له دغه هوکړې د څار او نظارت په موخه د هېواد پنځه ملي او سياسي مشران ټاکل کيږي چې له دغه هوکړې به څار کوي؛
- د ملګرو ملتونو غړي به وکولی شي چې د هوکړې د لاسليک پر مهال د څارونکي په ډول شتون ولري؛
- له دوړاه خواوو به يو ګډ ټيم جوړيږي چې په دغه هوکړه نظارت ولري؛
- د دغه هوکړې د پای موده د حکومت د پای تر مودې پورې ټاکل شوې ده.
۴- بودجه:
- د مصالحې عالي شورا د بودجې يو خپلواکه او مستقل واحد دی؛
- د مصالحې شورا بودجه د افغان دولت له خوا ورکول کيږي؛
- د سولې بهير د ښه وړاندې تګ لپاره د مصالحې عالي شورا بهرنيو سازمانونو هم بودجه تر لاسه کوي؛
- د مصالحې عالي شورا د پيسو مصرف د مصالحې د عالي شورا د رئيس صلاحيت دی او د هر ډول پلټنې، ځواب ورکونې او برسي څخه خپلواکه ده.
۵- پروتوکول:
د مصالحې عالي شورا رئيس له ولسمشر وروسته د هېواد تر ټولو لوړپوړی کس يا دويم کس دی چې د امنيتي او تشريفاتي مراسمو او امکاناتو څخه برخمن دی.
په حکومت کې سمون راوستل، د ولايتي شوراګانو د ټاکنو تر سره کول، د مصالحې عالي شورا جوړښت چې د هېواد سياسي، ملي او ولسي څېرې په کې ګډون ولري د دغه سياسي هوکړې نورې برخې دي.
وروستي