ولسمشر غني عبدالله ته کابينه کې ۵۰ ونډه، دوستم ته مارشالي، واليانو کې برخه او د مصالحې شورا  مشري ورکړه 

روهي (يوه نۍ/۲۸ د غوايي)، ټاکل شوې ده چې نن ورځ به د ولسمشر محمد اشرف غني او حکومت پخواني اجرائیه رئيس ترمنځ دسياسي کړکېچ د پای هوکړه لاسليک شي. د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سياسي واک سند نن ورځ رسنيز شو. 

دغه سند کې د کليدي وزارتونو په شمول عبدالله عبدالله ته د حکومت په کابينه کې ۵۰ ونډه، جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبې ورکړه، د واليانو ګډ ټاکل، د مصالحې عالي شورا مشري، د سولې وزارت او د حکومتي کسانو په ټاکلو او لېرې کولو کې سلا او مشوره. 

دغه  هوکړې ډاکټر عبدالله عبدالله د هېواد د دويم کس په توګه پېژندل شوی چې ټول تشريفاتي مراسم به  ورته برابريږي. 

دغه هوکړه به نن ورځ د پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي مشر عبدالرب رسول سياف، محمد کريم، محمد يونس قانوني او يو شمېر نورو سياسي څېرو په شتون کې لاسليک شي.