انګلستان د ډاکټر ذاکر نايک سولې تلوېزيون (Peace TV) سلګونه زره ډالر جريمه کړ 

روهي (يوه نۍ/۲۸ د غوايي)، د انګلستان هېواد پر رسنيو د څار ادارې، د اسلامي نړۍ د ستر داعي ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک تلويزوني چېنل چې د سولې تلوېزيون  يا Peace TV په نوم دی ۳۰۰ زره پوانډ جريمه کړی دی. 

د انګلستان پر رسنيو د څار ادارې  ادعا کړې ده چې Peace TV نفرت لرونکې خپرونې او په ځانګړې ډول د ډامټر ذاکر نايک ويناوې خپرولې. دغه ادارې ويلي دي چې سولې تلوېزيون په تکرار ډول د وژلو او وروته نورې خبرې رسنيزې کولې. 

ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک د اسلامي نړۍ ستر داعي او عالم دی چې د سولې تلوېزيون (Peace TV) له لارې د نړۍ مېلېونه مسلمانانو او غېر مسلمانانو ته د اسلام مبارک دين رېښتنې څېره او لار ښيي. 

ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک د هندوستان وګړی دی خو په کور دننه د بيان او مذهبي ازاديو سره په ټکر کې خنډونه رامنځ ته کيږي او د فعاليت مخه يې نېول کيږي.