د تخار ولايتي چارواکي: د ولسي پاڅون کوونکو يو قومندان له خپلو ۵۰ کسانو سره طالبانو سره يوځای شو 

روهي (يوه نۍ/۲۸ د غوايي)، د تخار د پوليس وياند خليل اسير رسنيو ته ويلي دي چې په دې ولايت کې د ولسي پاڅون کوونکو يو تن قومندان د خپلو ۵۰ جنګياليو سره يو ځای ید طالبانو ليکو ته ورغلی دی. 

د تخار امنيتي مسوولين وايي چې دغه قومندان غلام حسین نومېده چې يو بې مسووله وسله وال او د تخار په چاه آب ولسوالۍ کې د ولسي وګړو د ځورنې لامل وو. 

د مسوولين په وينا غلام حسین هغه  وخت د طالبانو ليکو ته ورغی چې امنيتي ځواکونو يې د بې وسلې کولو هڅه کړې وه. 

چاه آب  د تخار ولايت له هغه ولسواليو ده چې ځيني برخې يې د طالبانو او ځيني برخې يې د نامسووله او خپل سره وسله والو په لاس کې دي.