پخوانی طالب چارواکی: د سولې بهير د افغانانو په لاس کې نه دی 

روهي (يوه نۍ/۲۸ د غوايي)، د مولوي منظور حسیني پخواني طالب جنګيالي او چارواکي له طلوع نيوز سره په خبرو کې ويلي دي چې د افغان سولې بهير د پرديو په لاس کې او ګټې هم به بهرنيان کوي. 

مولوي منظور حسیني  څلور کاله وړاندې د طالبانو ليکي خوشي کړي او اوس مهال په  کندهار کې سياسي فعاليت کوي. دی ډاډمن دی چې که چېرې هېوادپاله کسان د سولې بهري په لاس کې واخلي نو ژر به طالبان او افغان حکومت هوکړې ته سره ورسيږي، خو اوس مهال د افغان سولې بهير د جاسوسانو په لاس کې لوېدلی دی. 

دغه پخوانی طالب قومندان په دې ټېنګار کوي چې افغانستان کې د کالونو روانه جګړه ګټونکی نه لري او هېڅ طرف به هم ونه شي کولی چې د جګړې له لارې موخو ته ورسیږي، نو غوره لار يې دا چې د سولې او خبرو له لارې هوکړه رامنځ ته شي.