
روهي (يوه نۍ/۲۸ د غوايي)، د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د کرونا ويروس له امله د سيمې او نړۍ هېوادونو ته د افغانستان صادرات په لنډمهاله ډول ځنډېدلي وو خو تازه يې هندوستان ته تېره ورځ ۱۵۰ ټنه وچه مېوه لېږلي.
دغه وچه مېوه د هېواد له کندهار ولايت چابهار بندر او له چابهار بندر هندوستان ته لېږل شوي. سوداګرۍ وزارت وايي چې په راتلونکو اوونيو کې به د افغانستان نور صادراتي پټي هم هند ته ولېږي.
د يادونې ده چې تېره اوونۍ د چابهار بندر له لارې افغانستان سره د مرسته شوي غنمو دويم پټي چې لس زره ټنه غنم په کې دي هرات ولايت ته ورسېد.