د خوست عامې روغتيا مرستيال پسې چاودنه شوې او ټپي شوی دی 

روهي (نۍ/۲۷ د غوايي)، کابو يو ساعت وړاندې د خوست ولايت د عامې روغتيا رياست د مرستيال ډاکټر ګل محمد الدين محمدي په موټر پسې چاودنه شوې چې نوموړی يې ټپي کړی دی. 

د خوست ولايتي ادارې د پېښې د پخلي ترڅنګ ويلي دي، چې پېښه کې د عامې روغتيا رياست مرستيال برسرن ټپي شوی دی. ولايتي ادارې ويلي چې پېښه کې پنځه نور کسان هم ټپيان شوي دي. 

تر اوسه کومې ډلې د دغه بريد مسووليت نه دی منلی. تېره اوونۍ هم د خوست ښار مېخانيک لېسې سره نېږدې د پوليسو په يو رېنجر موټر پسې چاودنه وشوه چې درې پوليس په کې ټپيان شول.