صديق صديقي: ژر به د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ سياسي هوکړه لاسيلک شي 

روهي (نۍ/۲۷ د غوايي)، د ولسمشر وياند صديق صديقي په يو ويډيويي پيغام کې ويلي چې په نېږدې وخت کې به د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سياسي کړکېچ د پای هوکړه ليک لاسليک شي. 

د نوموړي په وينا چې په  لويو او ملي مسايلو هوکړه شوې ده او جزويي مسايلو باندې هم خبرې روانې دي چې وروسته به له ولس سره شريک شي. نوموړي په دې اوه نور جزئيات نه دي شريک کړي. 

ويل کيږي چې عبدالله عبدالله ډلې ته ۱۱ وزارتونه، يو شمېر ولايتونو کې د واليانو ټاکل، د مصالحې عالي شورا مشري، جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبه او ځيني نور هغه مسايل دي چې ولسمشرۍ او سپيدار ماڼۍ هوکړې ته سره پرې نېږدې شوې دي.