فېسبوک په ۴۰۰ مېلېونه امريکايي ډالر يو وېب سايت واخېست 

روهي (نۍ/۲۷ د غوايي)، د فېسبوک ادارې د  خوځون انځوريا (جي ای اېف) وېب پاڼه د ۴۰۰ مېلېونه امريکايي ډالرو په ارزښت اخېستې ده. د فېسبوک اداره به له دغې وېب پاڼې د  دانستاګرام لپاره  د انځورونو اپلوډ کولو لپاره ګټه واخلي. 

که څه هم د فېسبوک ادارې تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي یويلي خو رسنيو ليکلي دي چې له دې وروسته به جي ای اېف يا GIF  د فېسبوک اړوند انسټاګرام برخه وي. 

فېسبوک ادارې په تېرو څو کالونو کې واټس آپ او انسټاګرام کاريال واخېستل او هڅه کوي چې په ټولنېزه او د اړيکو برخه کې نورې رسنۍ فېسبوک سره مدغم کړي.