سرچينې: د ولسمشر غني له خوا عبدالله عبدالله ته د دغه (۱۱) وزارتونو وړانديز شوی 

روهي (نۍ/۲۶ د غوايي)، د ۱۳۹۸ل کال د ولسمشريزو ټاکنو پر سر راپورته شوی سیاسي کړکېچ حل ته نېږدې شوی دی. کابينه کې ۵۰ ونډه، د يو شمېر ولايتونو واليان، جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبه، عبدالله عبدالله ته د مصالحې عالي شورا سپارل، د دولت عالي شورا په نوم د يوې بلې شورا جوړول او يو شمېر نور شرطونه هغه غوښتنې دي چې د عبدالله عبدالله ډلې له ولسمشر غني. 

ويل کيږي چې د دغه سياسي هوکړې ډېری مسايل حل ته سره نېږدې شوي او اوس مهال په جزوي مسايلو خبرې روانې دي. د تر لاسه شوي مالوماتو پر اساس لاندې ۱۱ وزارتونه د ولسمشر غني له خوا ډاکټر عبدالله ته عبدالله ته وړانديز شوي دي. 
۱- کورنيو چارو وزارت؛ 
۲- عدليې وزارت؛ 
۳- د کار او ټولنيزو چارو وزارت؛ 
۴- د کډوالو وزارت؛ 
۵- د ټرانسپورټ وزارت؛ 
۶- د اقتصاد وزارت؛ 
۷- د کرنې، مالدارۍ  او اوبو لګونې وزارت؛ 
۸- د لوړو زده کړو وزارت؛ 
۹- د سرحدونو، قومونو او قبايلو وزارت؛ 
۱۰- د صنعت او سواګرۍ وزارت؛ 
۱۱- او د مخابراتو او مالوماتي ټېکنالوژۍ وزارت. 

ولسمشرۍ ماڼۍ هم دا تائيدوي چې د ارګ او سپيدار ماڼو ترمنځ د يوې سياسي هوکړې کارونه ښه روان دي خو هغه شرطونه او مسايل چې د عبدالله عبدالله ډلې له خوا رسنيز کيږي تر اوسه د ولسمشر ماڼۍ له حوا رد او يا هم تائيد شوي نه دي.