امريکا: طالبانو سره د سولې شوي تړون له مخې خپل پوځيانو باسو 

روهي ۰نۍ/۲۶ د غوايي)، د امريکا متحدو ایالتو دفاع وزارت يا پنټاګون په يو بيان کې ويلي دي چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل به د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې اړوند وي. 

د متحدو ايالتو دفاع وزارت ويلي دي، چې دوحه کې د سولې شوي تړون له مخي افغانستان کې د امريکايي پوځيانو د کمولو بهير شروع دی او  دغه لړۍ به دوام پيدا کړي. 

دوه ورځې وړاندې د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دنالډ ټرمپ ويلي وو، چې افغانان بايد د خپل هېواد د ساتنې وړتيا پيدا کړي او او امريکايي پوځيان نه شي کولی چې د پوليسو په ډول له افغانستان ساتنه وکړي.