پر بېزوګانو د کرونا ازمويل شوي واکسين ښه پايله ورکړې 

روهي (نۍ/۲۶ د غوايي)، د امريکا متحدو ايالتو د روغتيا ملي انسټېټوټ د انګلستان د اکسفورډ پوهنتون په همکارۍ د کرونا ويروس ضد واکسين جوړ چې لومړۍ ازمېښتي پايله يې ښه بلل شوې ده. 

ياد واکسين د رزوس په نوم بېزګانو  ازمويل شوی دی. رزوس بېزوګان انسانانو ته تر ډېره ورته دفاعي سېسټم لري. دغه واکسين د ځيکر او سينه بغل د مصونيت لپاره جوړ شوی  دی. 

سينه بغل او د ځيګر ناروغۍ هغه عمده ستونزې دي چې د کرونا ويروس ناروغان ورڅخه د دغه ويروس پر مهال کړيږي. هر کله چې روزس بېزوګانو ته دغه واکسين ورکړل شوی او د سينه بغل او ځيګر له ناروغيو يې مصونيت پيدا کړ. 

روغتيا پوهان هيله لري چې دغه واکسين به ښه پايله ورکړي او د کرونا ویروس د مخنيوي برخه کې به اغېزمن تمام شي. دغه واکسين به څه وخت وروسته انسانانو ته ورکړل شي.