د ټرمپ ګواښ: چين سره اړيکې ختموم 

روهي (جمعه/۲۶ د غوايي)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ ګواښ کړی دی چې چين سره به خپلې اړيکې له منځه يوسي. ټرمپ ويلي دي چې کرونا سره  د چین چلن بد وو او په دې برخه کې نغاړي کړي. 

ټرمپ ويلي دي "ډېر کارونه کولی شم، چين سره ټولې اړيکې ختموم، که چين سره اړيکه ختمې کړم نو د متحدو ايالتو  به ۵۰۰ مېلېارده ډالر به سپما کړم." 

ولسمشر ټرمپ  له دې وړاندې هم ويلي وو، چې چين د کرونا ويروس د خپرېدو لامل هېواد دی او نړۍ هغه توان چې د کرونا ويروس له امله موندلی چين يې بايد توان ورکړي. 

کرونا ويروس امريکا کې له يو مېلېون ډېر کسان نيولي، ۸۶ زره کسان يې وژلي او تر ۳۶ مېلېونه امريکايان يې بې کاره کړي دي.