درې لسیزې کېږي چې هند له کوم ښکاره بریالیتوب پرته له سرحده تېرېدونکي تروریزم سره مبارزه کوي د دې ډول حملو پر وړاندې د ګڼو هندي حکومتونو د ځواب مخه، د پاکستان له لوري د احتمالي هستوي جګړې وېرې نیولې وه داسې یوه وېره چې په ځانګړې توګه د دواړو حکومتونو له لوري د ۱۹۹۸زکال د هستوي ازمایښتونو وروسته ډېره شوه. په هرصورت، کله چې هند د ۲۰۱۹زکال په فبروري کې د یوې تروریستي برید په ځواب کې چې د پاکستاني تروریستي ډلې جیش محمد له خوا ترسره شوی و او ۴۰ تنه هندي سرتیري په کې وژل شوي وو، د پاکستان په بالاکوټ سیمه کې د تروریستانو پر یو کمپ هوایي برید وکړ، نو دې برید په شته هندي لید لوري کې یواحتمالي بدلون راوښود، خو دا معلومه نه شوه چې دا برید کورنیو فشارونو ته ځواب ویل و او که په ستراتیژيو کې یو پراخ بدلون،که چیرې دا یو ستراتیژیک بدلون وي، نو نوی ډيلي دې ته اړتیا لري چې د یوې لویې جګړې لپاره په راتلونکي کې غوره چمتوالي ونیسي.
په ۲۰۱۴کال واک ته له رسېدو وړاندې نریندرا مودي ویلي و چې حکومت به یې د پاکستان له ملاتړي تروریزم سره په توپیري توګه معامله وکړي د دې توپیر لومړۍ بېلګه په ۲۰۱۶زکال هغه مهال راڅرګنده شوه، کله چې هندي حکومت له کنټرول کرښې هغې غاړې ته د هندي کشمیر په یوري سیمه کې د یوه تروریستي برید په ځواب کې چې ۱۹ هندي پوځیان په کې وژل شوي وو غچ اخیستونکي بریدونه وکړل که څه هم راپورونو ویل چې پخوا هم دا ډول غچ اخیستونکي بریدونه شوي وو، خو دې برید له نورو سره توپیر درلود. دا مهال هندي حکومت په عامه توګه دې ته د سرجیکل حملو نوم ورکړ. په تېر وختونوکې هم د کنټرول له کرښې هغې غاړې ته داسې محدود بریدونه ترسره شوي وو، خو له دې وېرې رسنیز شوي نه وو، چې په مقابل کې به یې غچ اخیستونکي بریدونه وشي او یوې داسې بشپړې جګړې ته به زمینه برابره شي چې په پایله کې به یې د دواړو هېوادونوترمنځ هستوي شخړه رامنځته کړي. د جګړې د پراخېدو دې وېرې د هند په پرېکړه نیونکو کړیو کې لوی ځای درلود. د دې ښه بیلګه لویو تروریستي بریدونو لکه په ۲۰۰۱زکال د هند پر پارلمان او یا هم په ۲۰۰۸زکال د ممبیي تروریستي بریدونو ته د هندي حکومت له لوري ځواب نه ویل و، نو ځکه د ۲۰۱۶کال سرجیکل بریدونو په احتمالي توګه د هند او پاکستان په تړاو د ډیټیرینس په اړه یو نوی هندی فکر څرګنداوه.
د نریندرا مودي د حکومت نوی چلند نه یواځې داچې د پخواني حکومت له چلند څخه بدل نه و، بلکې داسې معلومېدل چې هغه پخوانی لیدلوری چې د کارګیل له جګړې وروسته د هندي پوځ د مشر جنرال وي.پي.مالک او د هند د دفاع وزیر جورج فرنینډاز له لوري ورکړل شوی و، خپل کړی دی دواړو ټینګار کاوه، چې هند به د یو څو اونیو اوږده جګړه په بریا سره ترسره کړي او دلته به د هستوي چتر لاندې یو ډاډمن واټن هم وي، نو هند ته په کار دي چې د هستوي جګړې په اړه وېره ونه لري.
داسې معلومیږي چې د محدودو بریدونو دې ستراتیژۍ په بالاکوټ کې ښه نتیجه ورکړه لکه څرنګه چې د ۲۰۱۶ زکال سرجیکل محدودو بریدونو د ستراتیژۍ پر وړاندې پاکستان محدود غبرګون وښوده، له همدې امله د مودي حکومت پرېکړه وکړه چې د پلواما پېښې په ځواب کې د پاکستان دننه پر یو ترویستي کمپ باندې د ۲۰۱۹زکال په برید سره دا ستراتیژي لا پراخه کړي. که څه هم پاکستان له وړاندې د هستوي جګړې ګواښ کړی و، خوسره له دي یې ځواب عادي و. په داسې حال کې چې په عادي ډول د پاکستان ځواب متناسب نه و ځکه چې هندي تاسیسات یې په نښه کړي نه وو. پر دې سربېره، د هند هغه پیلوټ چې الوتکه یې د پاکستان له لوري په هوایي جګړه کې ویشتل شوې وه، د نوي ډيلي له غوښتنې او د کوم امتیاز له ترلاسه کولو پرته هند ته وسپارل شو.
د پاکستان له عادي او محدود ځواب څخه د هند او پاکستان ترمنځ د ډیټیرینس له اوسنیو حالاتو څخه لاندې پایلې په لاس راځي : لومړی، د پاکستان دې ستراتیژۍ چې د جګړې د پراخېدو له وېرې استفادې وکړي او په دې ستراتیژۍکې له هستوي وسلوڅخه دګټې اخیستلو ګواښ هم شامل و، خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی .هند د پاکستان یادې دعوې دروغجنې ثابتې کړې. دویم، دلته د بین المللي مداخلې په اړه ښکاره بدلونونه لیدل کیږي د پاکستان دې ستراتیژي هم چې د هند او پاکستان شخړې کې بهرني ځواکونه ښکیل کړي اوس خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی.
کېدای شي د پاکستان دې ستراتیژۍ د څو مختلفو پېښو پرمهال خپل ارزښت له لاسه ورکړی وي په ۱۹۹۹زکال د کارګیل د جګړې پر مهال پاکستان نړیوالو ته د مداخلې بلنه ورکړه، دوی داسې فکر کاو چې دا کار به یې په ګټه وي، خو له مداخلې سره سم او د امریکا مداخله د هند په ګټه تمامه شوه. پاکستان په دې خبره نه و پوهـ شوی چې بین المللي چاپیریال بدل شوی؛ په سویلي اسیا کې د سړې جګړې سیاستونه او په ۱۹۸۰ لسیزه کې د افغانستان جګړه هغه پخواني فکتورونه وو چې له امله به یې امریکا له پاکستان څخه ملاتړ کاوه. همدارنګه د کارګیل په جګړې کې د پاکستان رول ډېر څرګند و، امریکا او نړیوالې ټولنې ته څرګنده وه چې دا په خپله د پاکستان پوځي عملیات وو. د ۲۰۰۸زکال د ممبیي په تروریستي بریدونو کې د پاکستاني استخباراتو رول هم څرګند و په حقیقت کې له ۲۰۰۰زکال څخه را په دې خوا د تروریزم پر ضد په نړیواله جګړه او افغانستان کې د پاکستان شکمن رول د امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو د اندېښنې سبب شوی چې له امله یې پاکستان خپله پخوانۍ خواخوږي له لاسه ورکړې او له سرحد څخه د تېرېدونکي تروریزم په اړه د پاکستان پراخ ملاتړ هم د کشمیر په اړه پخواني لرلیدکې بدلون رامنځته کړی دی.
د دې ترڅنګ په هندوـ پاسفیک کې د ځواک بدلېدونکی بیلانس هم د هند په ګټه ده د امریکا او د هندوـ پاسفیک د نوروهېوادونو لپاره هند ډېر مهم شوی او نوی ډیلي هم له دوی سره د چین پر وړاندې چې په سیمه کې د یوه مخکښ هېواد پّه توګه راپورته کېږي نږدې او ستراتیژيکو اړیکوته پراختیا ورکوي. داچې هند د بیلانس رول ترسره کوي او پاکستان له چین سره له نږدې ولاړ دی، له همدې امله هم د سیمې ډېر هېوادونه دېته زړه نه ښه کوي چې د هند او پاکستان په شخړه کې د پاکستان ترڅنګ ودرېږي.
هند د خپلې اقتصادي ودې له امله هم ډېر ارزښت ترلاسه کړی دی د هند اقتصاد څه ناڅه ۳ تریلیونه ډالره ده چې په نړیواله سطحه یو لوی اوستر اقتصادګڼل کېږي له بل لوري د پاکستان اقتصاد یواځې ۳۰۰ بیلیونه ډالرو ته رسېږي چې د هندي اقتصاد لسمه برخه جوړوي، داسې واټن چې د هر کال په تېرېدو سره لا پراخېږي، نو ځکه مونږ ویلای شو چې له اقتصادي پلوه دهند او پاکستان مقایسه کول یوه بې معنا خبره ښکاري که څه هم اوسمهال د هند د اقتصادي ودې اندازه راښکته شوې، خو بیا هم داسې اټکل کېږي چې هند به د هندوـ پاسفیک د ودې له راتلونکو انجنونو څخه وي.
په هرحال، کېدای شي د هند اوسنۍ کورنۍ ستونزې د دې لامل شي چې د ډېرو نورو هېوادونو لپاره د خوښې وړ کم ستراتیژيک ملګری شي هغه بدلونونه چې هند د تابعیت د اصلاح ترنامه لاندې د تابعیت په قوانینو کې راوستل په کور دننه او بهر داسې تفسیر شول چې دا هېواد هندي لږکي او اقلیتونه په نښه کوي؛ چې دې کار په ژوره توګه د یوې لیبرالې او سیکولر ډیموکراسۍ په توګه د هند اعتبار ته زیان ورساوه. که څه هم چې دا په ښکاره توګه یوه جلا مسله ده، خو کېدای شي په کشمیر کې د هند دریځ کمزوری کړي، ځکه چې د لږکیواو اقلیتونو د ځورولو له امله به بهرني لوبغاړي له هند سره خپله خواخوږي راکمه کړي.
د ډیټیرینس له اړخه هم، هند ته په کار دي چې ډېر څه وکړي که څه هم دا سمه ده چې نوي ډيلي د هند او پاکستان ترمنځ د ډیټیرینس یوه رېښتونې کچه رامنځته کړې، خو کېدای شي د کمې دفاعي بودجې او د وړتیاوو د کمښت له امله د جګړې د هر ډول پراختیا په لومړیو پړاونو کې بدې پایلې رامنځته شي که د بالاکوټ د بریدونو په ځواب کې د پاکستان د محدود ځواب پرځای پراخه جګړه رامنځته شوې وای نو په دې صورت کې به هند د پام وړ او غیر اړین قیمت پرې کاوه. کېدای شي ددې معنی به داهم وي چې هند به په نږدې وختونو کې د دې ډول پرمختیاوو پر وړاندې لوړ قیمت پرې کوي، خو که خپل پوځي چمتوالي ته وده اوپراختیا ورکړي او کورنۍ ستونزې حل کړي، نو په دې صورت کې به دا قیمت دومره لوړ نه وي.
لیکواله: راجیسواري راجاګوپلن
ژباړه: د هند او پاکستان انسیتیتوت،د افغانستان د علومواکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز
وروستي