عربي ناټو او د منځني ختيځ کړکېچ   

د عربي ناټو فکر چې دوه کاله مخکې په پراخه کچه ورته تبليغات کېدل او اوازه یې خورا ګرمه وه ،يو دم یې په اړه اوازې ورکې شوې، ددې  يو لامل واشنګټن ته د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي سفر  و چې په واشنګټن کې یې له امريکايي چارواکو سره په دې اړه جوړجاړی نه و راغلی، او نه یې غوښتل چې هېواد یې د عربي ناټو  سازمان غړی شي.
 
عبدالفتاح السیسی چې دوه ځلې له ټرمپ سره ليدنې ته واشنګټن ته تللی، لومړی ځل دری کاله دمخه او دويم ځل یې  څو مياشتې مخکې سفر وکړ ، امريکايي ولسمشر او نورو چارواکو یې ډېر وهڅاوه چې د عربي ناټو غړی شي خو نوموړي ونه منله که څه هم په ښکاره ددې ليدنو او ملاقات ډېر هرکلی وشو او يو لړ ژمنې یې هم په خپلو منځونو کې سره تازه کړې.خو بيا هم ټرمپ د مصري چارواکو له کار څخه راضي ندی.
 
ځکه له دې سره د باندنيو چارو وزير مايک پومپيو د کانګرېس له يوې کمېټې سره په غونډه کې وويل چې که مصر له روسيې څخه Su-35 ډوله جنګي الوتکې وپېري نو دوی به په مصر باندې د اقتصادي بنديزونو غوښتنه وکړي. نوموړي په هغه غونډه کې وويل موږ پوهېږو چې مصر دا تکل کړی دی او هيله لرو چې له روسيې څخه له وسلو اخيستلو څخه به ډډه وکړي.
 
  په سيمه کې لا له وړاندې  روسيې  له ترکيې سره د ميزاييلو د دفاعي سيسټم   S-400 تړون کړی دی او ژر به یې پرې وپلوري چې امريکا یې مخالفه ده او غواړي چې د بېلابېلو فشارونو له لارې ددې کار مخه ونيسي ، او اوس په مصر هم همدا فشار جاري ساتي او کېدای شي د ډېر فشار له امله مصر له دې معاملې څخه په شاه شي او له روسيې څخه Su-35 جنګي الوتکې وانه خلي او مصر يو ځل بيا د روسيې او امريکا په کمکش کې را ايسار شي ځکه روسيه له دې ورهاخوا له  کلونو کلونو راپه دې خوا له مصر سره پر دې سربېره بېلابېل تړونونه لري او له وسلو څخه نيولي تر اتومي انرژي، سوداګري او سياحتي برخو کې په خپل منځ کې ښې همکاري کوي او همدارنګه امريکا هم ددې يوې لسيزې په جريان کې په ميلياردونو ډالر له مصر سره په نظامي او ملکي برخو کې مرسته کړې ده او هغو ته په کتلو په مصر فشار راوړي چې د عربي ناټو برخه وګرځي.
 
همدارنګه امريکا په عربي نړۍ او په ځانګړي ډول په منځني ختیځ کې د روسيې له نفوذ څخه بېره لري او غواړي د سياسي متحدينو له لارې په عربي هېوادونو باندې زور راولي چې له روسيې سره اړيکې محدودې وساتي، خو له بلې خوا عرب ملتپال مشران د امريکا ددې کار سره چې د جولان لوړې غونډۍ چې اسرايلو له سوريې څخه نيولې د اسرايلو برخه بولي او همدارنګه بيت المقدس چې د اسرايلو پلازمېنې په توګه یې په رسميت پېژني غوسه دي او د امريکا دا کار يې نه دی خوښ .له بله پلوه روسيه هم هڅه کوي چې په دې هېوادونو کې خپل نفوذ ته پراختيا ورکړي او په بېلابېلو برخو کې د وسلو او نورو برخو کې تړونونه ورسره کوي.
 
 خو په عربي ناټو کې د مصر په نه ورګډېدلو سره به دا تړون چندان مانا ونه لري او د منځني ختيځ د امن لپاره دا  تړون به چې  MESA  نومېږي  چندان رول ونه لري او نه به چندان ارزښت ولري او دا واضح ده چې مصر نه غواړي ددې تړون برخه شي  او په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې چې د سعودي په رياض ښار کې جوړه شوې وه د مصر استازو برخه وانه خيسته دا معلومه ده چې ددې تړون عملي کېدل ډېر شوني نه دي.
 
  د عربي ناټو د رامنځ ته کولو لومړی فکر په غير رسمي ډول د سعودي عربستان د شهزاده محمد بن سلمان  او  امريکا  لخواپه ګډه دوه کاله مخکې پرې پرېکړه شوې وه او داسې فيصله  شوې وه چې اته هېوادونه به  چې د فارس خليج د همکاريو سازمان غړي هېوادونه دي ددې تړون  غړيتوب ولري چې سعودي عربستان، بحرين، کوېټ، قطر، عمان او متحده امارات دي  او هم به مصر او اردن چې دواړو اسرايل په رسمیت پېژني هم ددې تړون برخه وي. 
 
  په لومړيو کې دوی غوښتل چې د ۲۰۱۸ کال په اکتوبر کې ددې سازمان د پيل غونډه ترسره کړي خو د ځينو عربي هېوادونو د خپل منځي ترينګلو اړيکو له امله دا غونډه ونشوه او ۲۰۱۹ کال ته پاتې شوه ، او له بل پلوه دا هېوادونه په خپل منځ کې نظامي همغږي هم ډېره نه لري ، او په په ۲۰۱۹ زېږدي کال نور مشکلات رامنځ ته شول او دوه هېوادونه  (سعودي او متحده عربي امارات) چې په دې اتو هېوادونو کې يو څه ښه سنبال پوځ لري ددې سازمان  د چارو د مشري او په ميکانيزم جوړولو لګيا وه چې يو دم پکې له قطر سره د سعودي او اماراتو دکشمکش خبره رامنځ ته شوه او تر منځ یې جنجال راغی چې ددې تړون د ګډوډېدلو او نه جوړېدلو يو بل ستر لامل شو او ټولې هغه چارې یې په ټپه ودرولې چې ددې سازمان لپاره کېدلې.
 
 او همدا کار (د قطر قضيه) د مصر لپاره هم ښه بهانه شوه چې له پیل څخه ددې کار مخالف و، او له بله پلوه ځينې عربي هېوادونو نه غوښتل چې د ايران پرضد په داسې يوه سازمان برخه شي چې عملن یې ايجادونکي (سعودي او امريکا)  چې د ايران شديد مخالفين دي واوسي او دوی نه غوښتل چې  چې په منځني ختيځ کې دايران پرضد د هېوادونو يوه نظامي جبهه جوړه کړي.او د امريکا او سعودي د ګټو د خوندي کېدا لپاره په داسې لاره ګامونه واخلي چې ښې پايلې نه لري .په داسې حال کې چې د نورو عربي هېوادونو په پرتله سعودي د امريکا تر ډېر فشار لاندې هم نه وي چې له روسيې څخه وسلې اخلي خو نور هېوادونه چې وسلې اخلي  امريکا یې په يوه نه يوه ډول د هغو هېوادونو مخه نيسي.
 
  مصر ان د يمن په جګړه کې نه غوښتل چې ورګډ شي او د سعودي په ملاتړ برخه پکې واخلي او خپل ځان په خپل هغه پرستېژ کې وساتي چې د عربي هېوادونو او د سيمې د هېوادونو ترمنځ یې لري او نه غواړي چې د سعودي او اماراتو په اشارې په بېلابېلو سيمه ييزو کشمکشونو او سازمانونو کې ځان ښکېل کړي ، مصر غواړي چې له ټولو هېوادونو سره ارامه او ښې اړيکې ولري.
 
 له بلې خوا ځينو مصري سیاسيونو دا انګېرله چې په غير رسمي توګه عربې ناټو د امريکا په لاس جوړ شوی يو سازمان دی ،  سترې مشورې به ټولې له هغه سره کېږي که څه هم چې په رسمي ډول به یې امريکا غړی نه وي خو په عربي هېوادونو باندې د خپل اغېز په لرلو سره کولای شي خپلې ډېرې پرېکړې او پلانونه په سیمه کې تطبيق کړي او سيمه د ګډوډي خواته سوق کړي.
 
 له بل پلوه امريکا هم غوښتل چې  د منځني ختيځ ټول عرب هېوادونه په يوه چوکاټ کې راټول أو په يوه نقطه کې یې تر خپل فشار لاندې راولي او د ايران ، سوريې، يمن او ځينو نورو هېوادونو په وړاندې یې سره متحد کړي چې د امريکا ګټې زيانمنوي. او له بل پلوه په عراق، يمن، سوريې او نورو هېوادونو کې د ورستيو کمشکونو له امله په امريکا باندې د عربانو هغه اعتبار او باور مخ په کمېدو روان دی او دوی فکر کوي چې په عربې هېوادونو او له نورو هېوادونو سره د عربانو په ستونزو زياتېدا او خپل منځي کمزورو اړيکو کې تر ټولو زيات د امريکا لاس دی او دا ټولې ګډوډي او ويجاړي د دوی کار دی.له بل پلوه روسيه هڅه کوي ېه سيمه کې د امريکا مخ په خرابيدونکي نفوذ څخه ګټه اخلي او له عربي هېوادونو سره د اړيکو په پياوړي کولو او له مصر او نورو هېوادونو سره په ځينو مسايلو کې چې په عربي نړۍ پورې مربوط دي ځان همغږی کوي او هڅه کوي چې د هغو هېوادونو هرډول ملاتړ وکړي چې د امريکا لخوا له ترينګلتيا سره مخامخ دي.