اوکراين د زبرځواکونو د جګړې تود ميدان

اوکراين نن سبا د امريکا، ناټو او روسيې تر منځ د جګړې په ډګر بدل شوی دی او د نړۍ د زبرځواکونو جيو پوليټيکل ګټې پکې يو له بله متقابلې شوې دي او د همدې ګټو د خوندي کولو او ساتلو لپاره ناټو او امريکا د تودولو لپاره لا نورې وسلې او جنګي مهمات د اوکراين خلکو او پوځ ته رالېږي او لرې نه ده که همداسې پسې دوام وکړي د نړۍ په ټوليز نظم International order به منفي اغېز ولري او نړيوال اوسنی نسبي نظم به له بحران او ګډوډي سره مخ کړي. 

روسيې په دې بهانه چې په دونباس او لوګانسک کې د روسي توکمه وګړو ژوند له ګواښ او تېري سره مخ دی په دې سيمو کې یې نظامي عمليات پيل کړل او دا دواړه خپلواکې سيمې چې څو کاله د مخه یې له اوکراین څخه د خپلواک کېدو هڅه کړې وه ، رسما روسيې په رسميت وپېژندلې ، په دې سره اوکراين او غرب په دې سخت غبرګون ښکاره کړ او په روسيې د هر ډول  فشار د راوستلو او په نړيواله توګه د منزوي کولوهڅې پیل کړې،  په دې عکس العمل سره روسيې يوګام نورهم واخيست او د پلازمېنې کييف او نورو ښارونو د نيولو او له اوسني دولت څخه د اوکراينيانو د خلاصون او ژغورنې لپاره یې پوځي عمليات لاپسې پراخ کړل او ان اوس د کييف تر دروازو رسېدلي او هلته د اوکرايني سرتېرو سره په جګړه بوخت دي.  

امريکا او د ناټو هېوادونه چې د دنيا د زبرځواکونو په سر کې ځان ويني دا هرڅه ورته د منلو نه دي او غواړي په هر ډول چې کېږي خپل پخوانی دښمن (روسيه) په اوکرآین کې په پردۍ خاوره او پردۍ سيمه کې د اوکراينيانو په فزيکي زور او په خپل مالي او اقتصادي زور مات کړي او په دې برخه کې له هيڅ ډول کار څخه سر نه غړوي.

د ۱۹۹۰ لسیزې په لومړیو کې چې کله شوروي اتحاد له منځه ولاړ. اوکراين د ناټو او اروپايي اتحاديې تر څار او بهرني کنټرول لاندې و خو اصلي واک يې په واشنګټن کې و. سپینې ماڼۍ د ختیځې اروپا دغه هیواد ختیځ او روسيې ته د خپلو ګټو د لا پرمختگ لپاره یو ښه قوي مرکز گڼلی و. اوکراین له تاریخي پلوه له روسیې سره له کلتوري، مذهبي او اقتصادي پلوه ډېر نږدې او ورته دی. او له پیړیو پېړيو اوکراینیان او روسان یو خلک او ان يوه جغرافيا ګڼل کیدله، مګر د ناټو او متحده ایالاتو مداخلې د ښه ګاونډیتوب اړیکو ته زیان ورساوه او نن دواړه هېوادونه يو بل ته ګوته په ماشه په جګړه بوخت دي.

زياتره سياسي بېطرفه نړيوال کارپوهان په دې باور دي چې ددې جګړې لپاره کلونه کلونه نقشه کشي شوې ده او په تېرو اتو کلونو کې د اوکرآين په هغو سيمو کې چې هلته روسي توکمه خلک اوسېدل هغوی ووژل شول او وځورول شول ترڅو د روسیې حکومت عکس العمل ته وهڅوي او په نظامي او يا هم سياسي عکس العمل لاس پورې کړي بالاخره هغه وخت راورسېد او روسيې د روسي توکمه خلکو د ژغورنې او د هغوی د حقونو دساتنې په موخه نظامي عمليات پيل کړل او جګړه پسې اوږده او پراخه شوه او اوس په يوه داسې وضعيت کې قرار لري چې اوکراين ته به ډېر زيات مالي او ځاني تلفات واړوي او په میليونونو کسان به یې بې کوره، هېواد به یې ويجاړ او خلک به یې له سخت اقتصادي حالت سره مخ شي او دواړه لوري په خپل ټول توان هڅه کوي چې همدلته په اوکرآین کې شروع شوې جګړه وګټي او يو بل کمزوری کړي.

د اوکراين حکومت په لسګونو ځلې له ناټو او امريکا وغوښتل چې نظامي مداخله وکړي او د روسيې پر وړاندې یې ملا وتړي خو هغوی ټولو له نظامي او مخامخ جګړې څخه ځان ويوست او پرځای یې د نظامي مرستو او پر روسيې د اقتصادي بنديزونو لړۍ پراخه کړه په مقابل کې یې د اوکرآین ولسمشر په ټويټر کې دوی ټول انفالو کړل او ويل چې له دې خبرو او (له لرې واټن څخه د ملاتړ) له چيغو هيڅ هم نه جوړېږي.

روسيه وايي چې په هر ډول کېږي د ناټو او لويديځ مخه نيسي چې د دوی تر پولو را ورسېږي او غواړي چې په شاوخوا کې ټول ګاونډي هېوادونه د دوی لپاره بايد د خطر منبع نه وي او نه هم له دې هېوادنو څخه خطر ورته متوجې وي او په هرډول چې کېږي د داسې پېښو مخه اوس لا ونيسي چې په راتلونکي کې ورته لوی سرخوږی جوړوي.

خو ناټو او امريکا په پراخه کچه اقتصادي بنديزونو د لګولو پروګرام پيل کړی دی او په اقتصادي ډول له روسيې څخه د اوکرآین د معاملې غچ اخلي ، په مقابل کې یې روسيه چې د اروپا د ګازو ډېره زياته پيمانه برابروي کوشش کوي ګاز په اروپا بند کړي او هغوی په دې یخ موسم کې د ګازو له کمبود سره مخ کړي او لا اوس په اروپا کې د ګازو بيې لوړې شوې دي ،د ګاز د ذخیره کولو تاسیسات خالي دي.  او ښکاره ده چې دا اقتصادي اړيکې پرې کول دواړو طرفونو ته په لوړه بيه تمامېږي ځکه روسیې ته د توکو او تجهیزاتو په صادراتو په بندیز سره، لویدیځ د خپلو توکو د پلور لپاره په نړۍ کې یو لوی بازار له لاسه ورکوي.

خو که ناټو او امريکا په اوکرآین کې مات شول او روسيه وتوانېدله چې اوکراين د ځان په ګټه راوڅرخوي بيا نو په امريکا او ناټو نړيوال باور هم کمېږي او هغه باور چې په افغانستان څخه په يو ناڅاپه وتلو سره لا له وړاندې پيکه شوی دی بيخي خرابېږي ځکه ډېرو هغو هېوادونو چې د ناټو او امریکا په ملاتړ باوري ول اوس پوه شوي دي چې کېدای شي يو ناڅاپه زموږ له ملاتړ څخه لاس واخلي او په سپين ميدان مو مخالفينو ته پرېږدي، لکه افغان دولت یې چې د ۲۰۲۱ په جون او جولايي کې پرېښود او ډېره اسانه یې دې ته لار برابره کړه چې طالبان ځواکمن شي او کابل او ټول هېواد ونيسي.  نو په اوکراين کې په ماتې سره به يې سياسي پرستېژ په نړيواله کچه بيخي خراب او له صفر سره ضرب  شي او بيا به هغه هېوادونه او سيمې چې په سياسي کړکېچ کې ښکېل دي او يا له اړوندو حکومتونو سره ستونزې لري  قطعاً په دوی باور ونه کړي.