تازه ۴۱۴ پېښې ثبت شوي؛ هېواد کې په کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر له ۶زره واوښت

روهي (جمعه/۲۶ د غوايي)، د هېواد عامې روغتيا وزارت د نن ورځې مالومات ښيي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۴۱۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې په دې سره په ټول هېواد کې په کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۶۰۵۳ ته ورسېد. 

تازه ۴۱۴ پېښې کابل۱۶۲، هرات کې ۱۳۲، بلخ ۲۶، سمنګان ۱۹، کندهار ۱۳، پکتیا ۱۲، جوزجان ۹، لغمان ۸، فاریاب ۶، زابل ۵، کندز۵، پکتیکا ۴، خوست ۳، بدخشان ۳، کاپیسا ۲، غزني ۲، دایکندي، سرپل او هلمند کې یو یوه پېښه ثبت شوې ده.

تېرو ۲۴ ساعتونو کې  بلخ کې ۴، بغلان کې۲، ننګرهار کې ۲، تخار کې ۲، کابل، ‎ وردک، پنجشیر،  پروان، پکتیکا ولايتونو کې یو یو کس د کرونا ويروس له امله مړه شوي چې ټول کسان کېږي. افغانستان کې له کرونا ويروس د ټولو مړه شوي کسانو شمېر ۱۵۳ ته ورسېد.