طالب بندیان به  د افغان حکومت له زندانونو څخه آزاد نشي

روهي(جمعه/۲۶ د غویي)،  د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د  وویل طالبان په قصدي ډول غواړي چې له افغان حکومت سره د زندانیانو د تبالې بهیر له ځنډ او د سولې پروسه له ناکامۍ سره مخامخ کړي. له دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي وو چې افغان حکومت تر اوسه ۱۰۰۰ طالب بندیان آزاد کړي او په مقابل کې یې طالبانو ۱۷۱ بندیان خوشې کړي چې له دې شمېرې ۱۰۵ تنه یې د افغان ځواکونو منسوبین دي.
 
که څه هم طالبانو په کابل او ننګرهار کې په دوو بریدونو کې خپل لاس لرل رد کړي خو دغې ډلې د پکتیا په مرکز ګردیز کې د ننني موټربم برید مسولیت منلی دی. په دغه برید کې کې لږ تر لږه پنځه تنه ولسي وګړي وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
 
افغان حکومت د زندانیانو د تبادلې په تړاو دا دریځ وروسته له هغې غوړه کړی چې په تېرو درېیو ورځو کې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې خونړي بریدونه ترسره شول.