بې پولې ډاکټرانو د دفتر (اېم اېس اېف) :افغان روغتونونو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوو

روهي(جمعه/۲۶ د غویي)، د اېم اېس اېف چارواکي وایې چې دوي ته د خپلو کارکونکو او ناروغانو ژوند لومړیتوب لري. مېرمن مونیامن ویلي چې اېم اېس اېف له ۲۰۱۴ کال راپدېخوا د دشت برچي زېږنتون تمویلوي.
 
دوه ورځې مخکې یو شمېر وسله والو د کابل په دشت برچي کې پر یوه سل بستریز زېږنتون برید وکړ چې په ترڅ کې یې د مېندو او نویو زېږېدلو ماشومانو په شمول ۲۵ تنه ووژل شول او ۱۶ تنه ټپیان شول.
 
د اېم اېس اېف چارواکي وایې چې دوي پر زېږنتون د برید پر انګیزو نه پوهېږي او هڅه کوي چې په راتلونکو څو ورځو کې د پېښې پر څرنګوالي ځان خبر کړي.