ټرمپ: که له چین سره خپلې اړیکې ختمې کړم پنځه سوه میلیارد ډالر به بچت کړم

روهي(جمعه/۲۶ د غویي)، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا چین له کورونا وېروس سره د چلن له امله وغانده او ګواښ یې وکړ چې له دغه هېوادسره اړیکي ختموي.امریکا له دې مخکې هم چین د کورونا وېروس د خپرېدو عامل بللی او غوښتنه یې کړې وه چې له دغه هېواد د کورونا وېروس له امله د شوي تاوان غوښتل په پام کې ونیول شي.چین بیا بیا دا تورونه ردوي.
 
امریکا کې کورونا وېروس تر ۱۴ لکو ډېر کسان نیولي چې تر بل هر هېواد ډېر دي.امریکا کې له دې وېروس تر نږدې ۸۶ زره کسان مړه شوي او ډېره مړینه نیویارک کې ده چې ۲۷ زره ۶۰۷ کسانو ته رسېږي.امریکا کې د دې وېروس له امله تر ۳۶ میلیونو کسان بې کاره شوي دي.
 
د دغې ناروغۍ له کبله تر اوسه د مړو شویو کسانو شمېر تر ۳۰۰ زره تنو اوښتی او د دغې ادارې په وینا تر اوسه ۳۱۸,۵۷۶,۱ کسان له دې ناروغۍ رغېدلي دي