روهي(جمعه/۲۶ د غویي)، په امریکا کې د درملو یو شرکت د سویلي اسیا له ځینو شرکتونو سره د کوویډ - ۱۹ درملنې لپاره د ریمدي سایویر نومي درملو عرضې زیاتولو هوکړه لاسلیک کړې ده. د ګیلاډ شرکت له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي، د هوکړې له مخې به دغه پنځه شرکتونه له دوی نه د ریمدي سایویر سملاسي تولید زیاتولو لپاره تخنیکي مرسته ترلاسه کوي.
اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، چې تر څو پورې د روغتیا نړیوال سازمان په نړیواله کچه د روغتیايي بحراني حالت ختمولو اعلان نه وي کړی، یا د بدیل په توګه نور درمل یا واکسین نه وي تایید شوي، له دې شرکتونو به د امتیاز حق وړیا ورکول کېږي.
دغه وېروس ضد درمل په لومړي سر کې د ایبولا درملنې لپاره چمتو شوي وو. یاد درمل د وینې ژوڼکو یا حجرو کې پر هغو انزایمونو برید کوي، چې وېروس د تکثیر لپاره ورته اړتیا لري. هند طبي څېړنو مرکز (ای سي ایم ار) یو ساینسپوه وايي، دغه اداره به د یاد درمل پر کاروولو له هغه وروسته غور وکړي، چې هندي شرکتونه یې د چمتو کولو وړتیا وښيي.
وروستي