خلیلزاد د امریکايي حکومت ارزونې ښيي چې کابل کې پر روغتون او ننګرهار کې پر جنازه وروستي بریدونه اسلامي دولت کړي

روهي(جمعه/۲۶ د غویي)، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد خپل ټوېټر کې لیکلي، داعش د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې تړون مخالفت کوي او افغانستان کې هم د عراق په څېر مذهبي جګړې ته لمن وهي.د خلیلزاد په خبره، افغانان باید د داعش د ګواښ ماتولو ته سره یو موټی شي او د سولې لپاره تاریخي هڅې روانې وساتي.
 
ولسمشر غني دې بریدونو ته غبرګن کې افغان ځواکونو ته د دفاعي په ځای د یرغلیز حالت امر وکړ، خو د پنجشنبې په ورځ ګردېز کې له موټر بم چاودنې وروسته طالبانو وویل، چې دا برید یې د اشرف غني وروستي دریځ ته ځواب و. د خلکو د ډېرې قربانۍ د مخنیوي لپاره د حکومت د ټینګې ارادې له مخې د سولې بهیر پر داخلي او بهرنیو اړحونو کلک او پراخ کار روان دی. همدارنګه طالبانو ته د اروبند او سولې خبرو پیلولو وړاندیز شوی دی.
 
 
له بلې خوا ملي امنیت شورا ویلي، که طالبان د افغان حکومت نور بندیان خوشي نه کړي نور طالب بندیان نه خوشي کوي.دې بریدونو کې وسلوالو طالبانو لاس لرل رد کړي، خو داعش د ننګرهار برید مسوولیت منلی دی، مګر افغان حکومت د دې بریدونو مسوولیت پر طالبانو اچوي.