پکتيکا کې خاوند د خپلې ميرمنې پوزه پرې کړې 



روهي (پنځه نۍ/۲۵ د غوايي)، د پکتيکا ولايت په ځاني خېلو ولسوالۍ کې د کورني تاوتريخوالي له امله خاوند د خپلې ميرمنې پوزه پرې کړې ده. پوليس مجرم نېولی او ترې پوښتنې روانې دي. 

د پکتیکا والي مجیب الرحمن څکمني بي بي سي ته وویل، د جاني خېلو ولسوالۍ د میجک په کلي کې د برات په نوم یوه تن د خپلې مېرمنې پوزه پرې کړې چې د ده په وینا پولیسو نیولی او تر پوښتنو ګروېږنو لاندې ده.

د يادونې ده چې  نړۍ کې د کرونا ويروس له خپرېدو سره د قرنطين پر مهال د ښځو پر وړاندې کورنی تاوتريخوالی ډېر شوي خو په افغانستان کې د کورني تاوتريخوالي  مخېنه اوږده  لري. 
 

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ