ډاکټر عبدالله: د پکتيا ولايت نننۍ پېښه په کلکو ټکو غندم 

روهي (پنځه نۍ/۲۵ د غوايي)، د ثبات او همپالنې ټيم مشر ډاکټر عبدالله عبدالله پکتيا ولايت کې نننی موټر بم بريد غندلی او تروريستي عمل يې بللی دی. 

ډاکټر عبدالله عبدالله پر خپلې فېسبوک پاڼې ليکلي دي، ".... تروریستانو حتاً د روژې پدې مبارکه میاشت کې هم له افغان وژنې لاس وانه خیست او زموږ د بې ګناه هېوادوالو په وینو یې خپل لاسونه سره کړل.

د پکتیا ولایت نننۍ پېښه په کلکو ټکو غندم، د لوی خدای ج له درباره شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا، کورنۍ او دوستانو ته یې د جمیل صبر دعا کوم."

د پکتيا ولايت مقام رسنيو ته ويلي دي چې بريد د لومړۍ امنيتي حوزې اړوند د ملي پوځ تاسيساتو سره نېږدې شوی دی چې ۵ کسان په کې وژل شوي او ۱۹ نور په کې ټپيان دي. خو بيا د پکتيا عامې روغتيا رياست ويلي دي چې د دوه سرتېرو په شمول ۲۹ ټپيان شوي دي.