د ننګرهار بريد: د کورنۍ د څلور غړو د جنازو په لېدلو ميرمنې هم ساه ورکړه 

روهي (څلورنۍ/۲۴ د غوايي)، د ننګرهار ولايت ښېوې ولسوالۍ د تېرې ورځې په بريد کې چې د جنازې په مراسمو کې وشو، ۳۲ کسان په کې وژل شوي او ۱۳۳ نور ټپيان دي. 

 وژل شوي کې د يوې کورنۍ څلور غړي شامل دي. د بلال په نوم د يوې کورنۍ ميرمنې د خپل د لېوره، د لېوره د دوو زامنو او د کاکا د بچي د جنازو په لېدلو ساه ورکړه. 

د کابل او ننګرهار د تېرې ورځې بريدونه په کور دننه او بهر کې په کلکه وغندل شوی او سخت غبرګونونه يې راپورته کړل. 

ولسمشر غني هم تېره شپه افغان امنيتي ځواکونو ته امر وکړ، چې د طالبانو او نورو وسله والو ډلو پر وړاندې تهاجمي بريدونه پيل کړي.