
روهي (څلورنۍ/۲۴ د غوايي)، د نجونو لپاره د تعلیم د حقوقو مدافع او ملګرو ملتونو د سولې سفیرې ملالې يوسفزۍ کابل کې پر نسايي ولادي روغتون او ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو د تېرې ورځې خونړي بريدونه وغندل.
نوموړې په ټوېټر ليکلي دي، "د افغانستان په کابل او ننګرهار کښې د ترهه ګرۍ وحشیانه حملو او پکې د بې وزلو ښځو او ماشومانو وژلو زه ډیره دردولې او غمژنه کړې یم. زه دغه بریدونه په کلکه غندم. زه د @UN ملګرو ملتونو د هغه اپیل ملا تړ کوم په کوم کې چي د کرونا وبا په دوران کښې د اور بند غږشوی دی."
د امريکا متحدو ايالتو، د ماشومانو له ساتنې بنسټ، د اسلامي همکاريو سازمان او په کور دننه او بهر کې يو شمېر نورو ادارو د کابل او ننګرهار د تېرې ورځې بريدونه غندلي او له قربانيانو سره يې خواخوږي ښوودلې.