د اسلامي همکاريو سازمان کابل او ننګرهار کې وروستي بريدونه سخت وغندل 

روهي (څلورنۍ/۲۴ د غوايي)، د اسلامي همکاريو سازمان کابل پر نسايي ولادي روغتون او ننګرهار کې د جنازې په مراسمو کې بريدونه وغندل او بشري ضد جنايت يې ياد کړ. 

دغه سازمان په يوې اعلاميې کې ويلي دي چې د اسلامي همکاريو سازمان افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې خپله ژمنيتا بيا ځلې تازه کوي او افغان حکومت او ولس سره ترڅنګ دي. 

په ورته وخت کې له ماشومانو د ساتنې صندوق يا Save the childern بنسټ کابل کې د بې پولې ډاکټرانو پر ورغتون بريد غندلی او خواشيني يې پرې ښوودلې ده.