د ولسمشر غني د تېرې شپې څرګندونو ته د طالبانو غبرګون او ګواښ 

روهي (څلورنۍ/۲۴ د غوايي)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني کابل، ننګرهار او د هېواد يو شمېر نورو ولايتونو  کې د خونړيو بريدونو وروسته افغان امنيتي ځواکونو ته امر کړی چې له دفاعي حالت وځي او د طالبانو او نورو وسله والو ډلو پر وړاندې تهاجمي او تعرضي حالت شروع کړي. 

د ولسمشر غني دغه امر ته وسله والو طلبانو غبرګون ښوودلی  او ويلي دي چې محمد اشرف غواړي د جګړې تر چتر لاندې په واک کې پاتې شي. 

طالبانو خبرداری ورکړی دی چې دوی  د هر ډول حالت لپاره تياری لري او چمتو دي، د خپلو سنګرونو او خلکو به دفاع او ساتنه وکړي. 

 که څه هم  د تېرې ورځې دوه بريدونه غندلي خو افغان حکومت په مستقيم او غېر مستقيم د يادو بريیدونو تر شا د طالبانو لاس بللی.