کابل کې د تيرې ورځې بريد د مرګ - ژوبلې شمېرې پورته شوې 

روهي (څلورنۍ/۲۴ د غوايي)، تېره ورځ درې وسله وال بريدګر چې ويل کيږي ځانمرګي وو د کابل لوېدېځه برخه، برچي دښته کې د بې پولې ډاکټرانو په نسايي او ولادي روغتون دننه شول  چې د ښځو په شمول يې نوي زېږيدلي ماشومانو ته تلفات پېښ کړ. 

کورنيو چارو وزارت تېره ورځ ويلي وو چې په ياد بريد کې ۱۴ کسان وژل شوي او ۱۵ ټپيان دي. همدا ډول افغان امنيتي ځواکونو په لسګونه نرسان، ميندې او ماشومان ژغورلي دي. 

بيا له بلې خوا د هېواد عامې روغتيا وزارت وايي، چې د تېرې ورځې خونړي بريد د مړو شمېر ۲۴ او د ټپيانو شمېر ۱۶ کسانو ته رسېدلي دي.