ولسمشر غني: د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دستور کوم چې د دفاعي حالت پرځای بېرته تعرضي حالت اختیار کړئ

روهي (څلورنۍ/۲۴ د غوايي)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني کابل، ننګرهار او يو شمېر نورو ولايتونو کې د تېرې ورځې بريدونه وغندل او همدا ډول يې د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دستور کوم چې د دفاعي حالت پرځای بېرته تعرضي حالت اختیار کړئ. 

ولسمشر غني تېره شپه په يوې ويډيويي پيغام کې وويل، "اوربند او سولې لپاره د ولس، علمای کرامو، حکومت او نړیوالې ټولنې د بار بار غوښتنو باوجود لا هم طالبانو له جنګ او افغان وژنې څخه لاس نه دی اخیستی او زموږ پر هیوادوالو او عامه ځایونو یې خپل بریدونه زیات کړي دي، نو د هیواد د دفاع، د هیوادوالو او عامه تاسیساتو د امنیت او خوندیتوب او د طالبانو او ټولو تروریستي ډلو او ګروپونو د بریدونو او تهدیدونو د دفعه کولو او د دوی د ځپلو په موخه د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دستور کوم چې د دفاعي حالت پرځای بېرته تعرضي حالت اختیار کړي او د دښمن پر وړاندې خپل عملیت پيل کړي."

ولسمشر غني ويلي، "موږ په مراتبو ویلي او بیا یې هم په تاکید وایوو چې پر افغانستان تحمیل شوی او بدمرغه جنګ باید په اساسي توګه پایته ورسېږي او په هیواد کې تلپاتې او باعزته سوله چې زموږ د هیوادوالو اساسي غوښتنه ده تامین شي، مګر طالبانو ډلې د پردیو په لمسون جنګ ته شدت ورکړی او د افغانانو وینې یې بهولې دي."

که څه هم طالبانو د ننګرهار او کابل د تېرې ورځې بريدونه غندلي، خو افغان حکومت په مستقيم او غېر مستقيم ډول دغه بريدونه طالبانو پوري تړلي دي.