دا کتاب ولې وليکل شو؟

 ٣٥ کاله کېږي، چې په امريکا کې دکتاب دچاپ دڅومره والي اوڅرنګوالي په باب له لويو خپرنيو موسسو سره اړيکې لرم؛ پوهېږم چې په دې موده کې يې تردوه سوه زرو عنوانو ډېر کتابونه خپاره شوي دي، خو دهغوى له لسونه ۹ برخې که د خپروونکي لپاره ګټه کړې وي، لوستونکي ته يې هيڅ ګټه نه ده کړې.
دې څېړنې ماته دا وښوده؛ چې يواځې ښه کتاب دخلکو د پام وړ ګرځي، او چې دې پايلې ته رسيدلى يم، نو پوهېږم چې کتاب ليکل ډېر زړور توب او جرات غواړي . اوس درته دا وايم چې څنګه مې دغسې جرأت وکړ او د کتاب ليکلو تکل مې کړ؟ درته روښانوم يې: زه د ١٩١٢ (د کتاب ليکلو له نېټې) را پديخوا هغو داوطلبانو ته ښوونه کوم؛ چې غواړي، د ښې وينا کولو او د خبرو د فصاحت لاره وپېژني، دوى ته زه ښايم چې څنګه روښانه او بې پردې له نورو سره وغږېږي، زما شاګردان دا زده کوي چې په سودا ګريزو او ورته خبرو کې خپل مقصد بيان او ښه نتيجه ترې واخلي.
د دغو ښوونو له ډېرې مودې مې دانتيجه واخسته: لکه څنګه چې ټول خلک د وينا ښې طريقې ته اړ دي، دغسې د انساني اړيکو او معاشرت په باب هم بايد پوه شي . ما په خپله پخوا د دې مسايلو زد کړې ته اړتيا درلوده؛ د دغې زده کړې په جريان کې پردې وپوهېدم چې په دې پاب یووړ کتاب نشته او همدا ددې سبب شو چې خپلې تجربې په مرحله اې ډول راټولې او وليکم .
تاسې چې د هرې طبقې ياست، سوداګر، ښوونکې، انجينر، ډاکټر، پلورونکى او يا حتى دکور مېرمن؛ دې ته اړ ياست؛ وپوهېږئ چې دوستانو سره څه ډول راشه درشه وکړئ . تاسو ته په زړه پورې وي چې د کارنګي موسسې له خوا ديو انجينر د 100% بري د څرګندولو لپاره يوې څېړنې دا وښوده چې ددې انجينر دبري لپاره دده پوهه او سواد په سلو کې ۱۶٪ رول لوبوي اوپه سلو کې٨٥٪ پاتې له نورو سره دده دسلوک او برخورد او راشه درشې رول مهم دى .
تاسو به هم که په علمي ډول نه وي؛ په تجر به به موميندلې وي چې هغه څوک په ژوند کې ډېر بريالى وي چې تر نورو ډېر ټولنيز او معاشرتي وي . ماپه خپلو شاګردانو کې ١٥٠٠،انجينران لرلې دي؛ ددوي ټولو په ويناهغه څوک چې ډېرې پېسې لاس ته راوړ ي؛ دډېرو معلوماتو کسان دي .کېداي شي ېو انجينر ډېر معلومات ولري؛ خو خجالت او شرم ېې مخه نيسي چې له نورو سره سم او معقول معاشرت وکړي او خپله پوهه او هنر وځلوي .
د مشهور مېلونر راکفلر دوينا په راوړنې نورې ډېرې خبرې چې مې بايد په دې سريزه کې راوړى واى، پرېږدم، او د کتاب له مطالبو نه دګټې اخستو لارې درښايم .
(که ښه را شه درشه اوسلوک داخستو اوپلورلو شى وي؛ زه حاضريم، چې څو زره ټنه شکره او ککو ورکړم او لږ ترې واخلم؛ ځکه پوهېږم چې ښه معاشرت پر نورو څومره اغېز لري او همدا تېرېدونکى اغېز څومره د هغوى په اداره کې اغېزمن دى...)
بل ځاى وايي : دښه مدير کېدو يوه لاره داده چې په معاشرت کې بريالي واوسو اوپر نورو ښه اغېز پرې باسو...) لنډه يې وايم، دا چې په امريکا او حتى نړۍ کې يوه مدرسه او ښوونځى هم دښې وينا اوله خلکو سره د ښه سلوک درس نه ورکوي او خلک يې زده کړې ته سخته اړتيا لري؛ نو ځکه مې جرآت وکړ او داسې کتاب مې وليکه. .
هيله من يم له دې لارې مې هغو کسانو سره وړ مرسته کړې وي، چې اړتيا ورته لري.
له دې کتاب نه د ښې استفادې لپاره نهه وړاندېزه:
1. که غواړئ له دې کتاب نه ډېره ګټه واخلئ، بايد ذاتي استعداد ولرئ چې د هر کار لپاره پکاردي. که له دې اساسي او بڼسټيز شرطه برخمن نه ياست، په زرګونو قاعدې به مو هم پکار نشي، له بلې خوا که دغه ذاتي محبت در پکې وي، له مطالعې پرته به اريانېدنکيو بريو ته ورسېږئ، دا اړين او معجزه اى شرط کوم دي؟ دا ديا دولو ژوره مينه اوپياوړې او نه ماتېدونکې اراده ده چې د خلکو سره په راشه درشې اوسلوک کې يې د ښه والي دراوستلو لپاره لرئ ، دا انګېزه څنګه ځان کې توليدولاى شئ؟ ځان ته تل ددې ټکې په يادولو چې دې کتاب کې ياد شوي اصول ماته څومره اهميت لري، دا حقيقت ځان ته مجسم کړئ چې ددې کتاب د اصولو پيروي به تاسو سره څومره مرسته وکړي چې له ډېرو ټولنيزو او مادي خوندنو نه برخمن شئ. ځان ته بيا بيا دا ووائي: (زما شتمني، نيکمرغي او عايد د خلکو سره په اړيکو او برخورد کې زما په مهارت پورې اړه لري).
2. لومړى ددې کتاب هرڅپرکى په بيړه ولولئ چې لر ليد درته پيدا شي، د کتاب د لوستلو مو منظور يواځې وخت تيرول نه وي او باید غواړئ په انساني اړيکو کې خپل مهارت زيات کړئ، نو هر فصل له سره په ځير سره ولولئ، د دې کار نتيجه به داوي چې تاسو وخت ځانته ساتلې وي او ستاسو هڅو ګټه درسولې ده .
3. د مطالعې پرمهال بيا بيا غلي شئ او د هغه څه په باب مو چې لوستلي دي سوچ وکړئ؛ له ځانه وپوښتئ څنګه او څه وخت کولاى شئ ددې کتاب وړانديزونه عملي کړئ؛ دا ډول لوستل به ستاسو سره زياته مرسته وکړي اوپه ډېره زياته مينه به د کتاب پاتې برخې تعقيب کړئ .
4. د لوستنې پر مهال تور پنسل يا قلم په لاس کې ولرئ او کومې خبرې چې مهمې په پام درځي لاندې ترې ليکه وباسئ، که جمله درته ټوله مهمه په نظر راغله؛ د ټولې جملې لاندې کرښه وباسئ او يايې په څلورو ستورو سره نښه کړئ، يو کتاب کې نښه کول او خط ايښودل د هغه لوستل اسانوي او بيا کتنه پرې ډېر زر کېږي .
5. زه يو سړى پېژنم؛ ١٥ کاله دبيمې په يوه شرکت کې مدير دى، دى هره مياشت د خپل شرکت ټول مکتوبونه چې شرکت يې لېږلي وي لولي؛ هو، هماغه تړونونه هره مياشت اوهر کال له سره لولي؛ ولې؟ ځکه هغه ته زباد شوي ده چې بيا بيا لوستل د يادولو باعث کېږي. ما يو وخت (د وينا کولو لارې) په نوم کتاب په ليکلو دوه کاله وخت ولګاوه؛ خو دا احساسوم چې بيا بيا بايد د هغه کتنه وکړم؛ چې راياد یې کړم په کتاب کې مې څه ليکلي دي . هغه چټکتيا چې خبرې پکې هېروو، ډېره حيرانونکې ده؛ ځکه نو که غواړئ له دې کتاب نه ريښتنې او همېشنۍ ګټه واخلئ؛ دا فکر مه کوئ چې يوځل لوستل به يې بس وي؛ کله چې مو دقيق ولوست، هره مياشت بايد څو ساعته د هغه بيا کتنې ته ورکړئ . دا کتاب هره ورځ خپلې مخې ته د کار پر مېز کېږدئ او چې څومره کولاى شئ ويې وګورئ؛ ځانته دا تلقين کړئ چې د پرمختګ لپاره څومره پټ او دننه لوړ او سرشاره امکانات لرئ؛ دا زده کړئ چې ددې کتاب د مندرجاتو عملي کول يواځې هغه وخت کېداى شي چې بيا بيا يې وګورو او پېروي ترې وکړو؛ له دې کار نه بله لار نشته .
6. يو ځل برناردشا ويلي و: (که تاسو چا ته څه ياد کړئ؛ هغه به هيڅ ياد نکړي)؛ ده رښتيا ويل : يادول يو فعال کار دى؛ موږ عمل ته په اقدام کولو يو څه يادوو، نو که غواړئ ددې کتاب اصول مو پر ذهن کېني، هڅه وکړئ هر وخت چې مخې ته مو راځي هغه په کار واچوئ؛ که داسې ونکړئ څه چې مو لوستي دي ډېر زر به مو هېر شي؛ يواځې هغه پوهه مو په ياد پاتې کېږي چې کارولې مو وي؛ کېداى شي کله ددې کتاب د ځينو ټکيو عملي کول ګران وي؛ زه پوهېږم، زه په خپله هم چې دا کتاب مې ليکلى دی؛ کله نشم کولاى ددې کتاب ځينې لارښوونې پلې کړم؛ کله که له چا خفه شم او وځورېږم نو له ده نه ګيله او شکايت راته تر دې ډېر اسان وي؛ چې له دغه شخص سره د خپل نظر د يو شان ټکيو په پيداکولو پسې وګرځم؛ رښتيا چې بد ويل او انتقاد تر ستاينې ډېر آسان دي؛ دا ډېره طبيعي ده چې د خپلې خوښې وړ موضوع په باب درته خبرې د بل د خوښې وړ تر خبرو ډېرې خوندورې دي . کله چې دا کتاب لولئ داسې فکر وکړئ بلکې وګڼئ چې د ژوند نوې طریقه زده کوئ، دا کار وخت، پابندي، حوصله، تمرين او ورځنى ټينګار غواړي؛ ځکه نو تر هغه ځايه چې کولاى شئ ددې کتاب پاڼې واړوئ او هغه د انساني اړيکو په باب د معلوماتو لرونکی يو داسې کتاب وګڼئ چې هر کله چې له ځانګړې ستونزې سره مخ کېږئ؛ لکه د ماشوم اصلاح، يا له ځان سره مو د ميرمنې په يو نظر کول، يا د يوه قهرجن اخستونکي رضا کول، دې وخت کې له عادي او معمولي کړنو يانې د ناڅاپي پارونو او طبيعي غبرګونونو نه ډډه وکړئ؛ دا طريقه ډېر وخت ناسمه وي، ددې کار پرځاى ددې کتاب پاڼې واړوئ، او هغې برخې چې تر لاندې مو نښه او خط ايستلى؛ ولولئ او د ښوونو سره سم يې کړنه وکړئ، وبه وينئ چې څه معجزې کوئ.
7. له مېرمن، بچيانو يا اداري همکار سره مو شرط وتړئ؛ چې که هر ځل ددې کتاب ښوونې خطا کوئ؛ هغوى ته به ١٠ - ١٠٠ – يا ١٠٠٠ افغانۍ جریمه ورکوئ؛ هغه تمرينونه چې ددې کتاب د عملي کولو لپاره کوئ؛ د يوې خوږې لوبې په شان يې جوړ کړئ.
8. د يو مهم بانک رئيس په وال ستريټ کې يوځل زما د ټولګي شاګردانو ته د يو ډېر اغېزمن ميتود په باب وينا وکړه چې ده د ځان د اصلاح لپاره کارولې وه؛ سره له دې چې دده رسمي زده کړې ډېرې کمې وې خو د امريکا د ډېرو مهمو مالي متخصصينو څخه و؛ هغه اعتراف وکړ، په بريو کې يې ډېر د هغو طريقو پوروړى دى، چې په خپله يې رايستلې دي؛ زه هڅه کوم څومره چې کولاى شم؛ دده خبرې دريادې کړم . ډېر کلونه وشول چې د دفترونو د ورځې ټولې کتنې مې د شپې ليکم، د کورنۍ غړي مې دشنبې په شپې ماته هيڅ پروګرام نه جوړوي، ځکه پوهېږي زه د جمعې په شپه وخت د خپلو کارونو د تحليل او ارزونې لپاره لګوم؛ د شپې له خپلې کورنۍ نه بېلېږم، دفتر پرانېزم او د هغو مرکو، کتنو او خبرو په باب فکر کوم؛ چې د اوونۍ په جريان کې مې کړي دي، له ځانه پوښتم چې (په هغه ځانګړي باب مې څه سهوه کړې ده؟ يا کوم ښه کار مې کړى دى؟ او يا مې څنګه دغه يا هغه کار ښه کولاى شو)؛ اوله دې تجربې نه به څه درس واخلم . دې ته ځېر شوي يم چې دا اونيزه ارزونه مې ډېر ستړى کوي او غالباًهغه سهوې چې کړې به مې وي؛ ورته حيرانېږم؛ البته د کلونو په تېرېدو دا سهوې کمې شويدي؛ حتى کله لا په دې کلونو کې غواړم د ځينو غونډو په پاى کې ځانته افرين ووايم؛ دا په خپل قلم او لاس ارزونه او تجزيه چې کلونه يې دوام کړى دى، تر ټولو ډېر زما په برياليتوب کې اغېزمن دی؛ دې لارې ماسره مرسته کړې ده؛ چې د تصميم نيولو ځواک مې زيات کړم او حتى د خلکو سره يې د ډېرو تماسونو په باب راسره مرسته کړي چې لرل مې او لرم يې. ولې ددې کتاب دعملي کولو په وخت د دغسې طريقې نه کار نه اخلئ؟ که دا کار وکړئ دوه حاصله به ولرئ، اول دا چې پوه شئ يوه ازموينیزه دوره تېروئ؛ چې هم خوږه او بوختونکې ده اوهم ډېره ګټوره او با ارزښته؛ دويم دا چې پوهېږئ د کتنو او خلکو سره د سلوک په باب مو قابليت څومره زیات شوى او د نورو ساحو په شان برجسته شوى دى .
9. د ورځني یاددښت کتابچه ولرئ اوپه هغه کې هغه برياوې وليکئ چې ددې کتاب د اصولو په عملي کولو کې مو لاسته راوړي دي؛ د هر مورد جزئيات ښه پوره وليکئ، مياشتې، نېټې او هغه نتايج چې مو لاسته راوړي دي ولېکئ؛ ددغسې کتابجې لرل مو نور هم هڅوي چې دغسې کار لازيات وکړئ؛ کلونه وروسته به مو هم کله چې دې ليکونو ته پام شي؛ پوره خوندونه به ترې واخلئ.

ددې لپاره چې ددې کتاب نه ښه ګټه واخلئ؛ نو:
- په ځان کې بايد د مردمدارۍ پر اصولو د تسلط لپاره اورنۍ مينه پيداکړئ ؛
- مخکې له دې چې بل څپرکى ته لاړ شئ، تېر څپرکى بيا ولولئ؛
- کله چې یې لولئ له ځانه وپوښتئ څنګه به دا دستور عملي کړم ؟
- د هرمهم او ځلېدونکي نظر لاندې ليکه و باسئ او يا نښه ورته کېږدئ؛
- ددې کتاب مطالب هره مياشت تکرار کړئ؛
- ددې کتاب محتويات تل د ضرورت په وخت کې پلي کړئ، کوښښ و کړئ له دې کتاب نه د انساني اړيکو د يو لارښود کار واخلئ؛
- ددې کتاب دځينو اصولو دنه منلو په صورت کې خپل یو ملګري ته د څو روپو په ورکولو د زده کړې وخت ځانته په يو ډول تفريح بدل کړئ؛
- هره اونۍ خپل پرمختګ، سهوې، بریاوي او درسونه وارزوئ؛
- په پاى کې کوم ځاى چې مو ددې کتاب خبرې پلې کړي وي؛ دنېټې او څرنګوالي سره يې وليکئ.