ډاکټرعبدالله: کابل کې پر نسایی ولادي روغتون او ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو بريدونه د بې رحمۍ اوج دی 

روهي (درې نۍ/۲۳ د غوايي)، د افغان حکومت پخواني اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله کابل برچي دښتې سيمه کې د بې پولې ډاکټرانو پر نسایی ولادي روغتون او ننګرهار ولايت کې د جنازې پر مرسامو بريدونه غندلي دي. 

نوموړي پر خپلې فېسبوک پاڼې ليکلي دي چې دا ډول بريدونه د بې رحمۍ، وخشت او ترس د اوج پړاونه دي، چې بې ګناه ولسي کسان په نښه کيږي. 

کابل کې د امريکا سفارت او اروپايي ټولنې هم دغه بريدونه غندلي او قربانيانو سره يې خواخوږي ښوودلې.