تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په پنځو ولايتونو کې پنځه مرګوني او خونړي بريدونه 

روهي (درې نۍ/۲۳ د غوايي)، په تېرو ۲۵ ساعتونو کې د هېواد په پنځو ولايتونو کې پنځه مرګوني او خونړي بريدونه شوي چې ټول - ټال په کې ۵۰ کسان وژل شوي او په لسګونه نور ټپيان شوي دي. 

۱- کابل د بې پولې ډاکټر پر روغتون بريد: 
دغه بريد نن سهار لس بجې پيل او له پنځه ساعته ډېرې جګړې وروسته ماسپېښن ۲:۳۰ پای ته ورسېد. دغه بريد درېيو ځانمرګرو بريدګرو کړی. طالبانو په کې لاس لرل رد او کومې بلې ډلې يې تر اوسه مسووليت نه دی منلی. 

۲- ننګرهار ولايت کې د جنازې په مراسمو کې بريد: 
د يو ځايي قومندان د جنازې په مراسمو کې چاودنې ۲۴ کسان ووژل او تر ۶۰ زيات نور په کې ټپيان شول. دغه بريد د ننګرهار ولايت په ښېوې ولسوالۍ کې شوی. طالبانو دغه بريد کې هم لاس لرل رد او کومې بلې ډلې يې مسووليت نه دی منلی. 

۳- بلخ کې هوايي بمبار: 
ولسي خلک وايي چې د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ د تېرې شپې هوايي بمبار له امله نهه ولسي وګړي وژل شوي او يوولس نور په کې ټپيان شوي دي. بيا له بلې خوا دفاع وزارت په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې بلخ ولسوالۍ کې په يو هوايي بريد کې ۱۱ طالبان وژلي لس ټپان شوي دي. 

۴- خوست او غور ولايتونو کې پر امنيتي ځواکونو بريدونو: 
غور کې د طالبانو په بريد کې څلور ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي او درې ټپيان دي او همدا ډول په خوست ولايت کې د پوليس په موټر پسې د چاودنې له امله درې پوليس ټپيان شوي دي.