پخواني ولسمشر حامد کرزي بلخ ولسوالۍ هوايي بمبار غندلی او پرې خواشينی شوی دی 

روهي (درې نۍ/۲۳ د غوايي)، پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د بلخ ولايت په بلخ ولايت کې د شوي هوايي بمبار په غبرګون کې ويلي دي چې دا ډول کړنې د جګړې دوام دی او د سولې پر وړاندې خنډ رامنځ ته کوي. 

د حامد کرزي له دفتره روهي ته په يوې رالېږل شوې خبرپاڼې کې ويل شوي دي، "د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د بلخ ولایت په بلخ ولسوالي کې هوایي بمباري چې له امله یې زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شوي په کلکو ټکو غندي.
پخوانی جمهور رئیس په هېواد کې د تشدد او جگړې له زیاتوالی خپله ژوره اندېښنه څرګندوي او د جگړې دوام د سولې د هڅو په وړاندې پردۍ دسیسه بولي.

حامد کرزی یو ځل بیا په جگړه کې له ښکېلو غاړو غواړي چي ورور وژنه او د افغانانو وینه تویېدنه بنده کړي او په هېواد کې د تل پاتې سولې او امنیت د ټینگښت لپاره خپلې هڅې گړندۍ کړي.

پخوانی جمهور رئیس د لوی خدای(ج) له درباره د دغې غمجنې پېښې شهیدانو ته د جنت، کورنیو ته یې د جمیل صبر او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا استدعا کوي." 

د دغه هوايي بريد له امله يو شمېر ولسي وګړي وژل شوي. د يادونې ده چې نن ورځ بلخ ولايت کې يو پراخه لاريون هم شوی او له حکومت يې د عدالت غوښټنه کړې.