باميان:  له کرونا ويروس د مړه شوي کس جنازه کې يې برخه اخېستي، اوس لسګونه کسان په دې ويروس اخته شوي

روهي (درې نۍ/۲۳ د غوايي)، د باميان ولايت ولايتي مسوولين وايي چې د دغه ولايت په سیغان کې يو شمېر کسان وروسته له هغې په کرونا ويروس اخته شول، چې له دغه ويروس د مړه شوي يو کس په جنازه کې يې ګډون کړی وو. 

د باميان ولايت عامې روغتيا رئيس علي آقا ایوب ناصري په دې اړه امريکا غږ ته ويلي دي،   "خلکو ته یې د هغو کسانو د جنازې او خاورې سپارلو په اړه مشخصې طبي لارښوونې کړې چې د کرونا له کبله مري، خو هغوی سپارښتنو ته پام نه دی کړی او په خپله یې مړی وینځلی او ښخ کړی دی."

څو ورځې وړاندې د سيغان ولسوالۍ په دیمیلۀ نومي کلي کې يو ۸۰ کلن سړی د کرونا ويروس له امله ومړ، چې د ياد کلي سلګونه کسانو يې جنازه کې برخه واخېستله. 

د باميان عامې روغتيا رياست وايي چې تر اوسه ۲۲ کسان په ياد کلي کې په کرونا ويروس اخته شوي دي خو ښايي چې دغه شمېر له  سلو بيا تر درې سوه  وسي.