فضلي: هوکړې ته سره نېږدې شوي دي؛ د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ سياسي کړکېچ به سبا يا بل سبا حل شي

روهي (درې نۍ/۲۳ د غوايي)، د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې د ارګ او سپيدار ماڼيو ترمنځ سياسي اختلاف هواري ته نېږدې شوی دی او ښايي په يوې يا دوه ورځو کې دغه کړکېچ پای ته ورسيږي. 

د سولې په چارو کې د دولت وزارت سلاکار عزیزالله فضلي په دې اړه ازادۍ راډيو ته ويلي دي، "په افغانستان کې سیاسي اختلافات مخ په ختمېدو دي. د روانې اوونۍ د چهارشنبې یا پنجشنبې په ورځو پای ته رسېږي او بالاخره به د جهادي او قومي مشرانو په شمول یو پیاوړی مرکچي ټیم وټاکل شي."

ولسمشرۍ ماڼۍ هم په خبرو کې د پرمختګ وايي خو په اړه يې جزئيات نه ورکوي او همدا ډول د ۵۰ - ۵۰ سلنه واک وېش خبرې ردوي، خو بيا د عبدالله عبدالله ډله وايي چې عبدالله عبدالله ته د مصالحې شورا ورکړه، حکومت کې ۵۰ سلنه ونډه، د يو شمېر واليانو ټاکل، جنرال دوستم ته مارشالي او ځيني نور هغه مسايل دي چې هوکړې  ته نېږدې شوي دي. 

له تېرو دوه مياشتو د پخواني ولسمشر حامد کرزي او عبدالرب رسول سياف په مشرۍ د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د ستونزو د هواري هڅې کيږي خو تر دې دمه يې وروستۍ پايله نه ده ورکړې.