د رمضان وروستۍ لسيزه او په عبادت شپه روڼول

په صحيحينو کې د عائشې رضي الله عنها  نه روايت دي،فرمايي:" کله چې به د رمضان وروستۍ لسيزه داخل شوه نو نبي صلى الله عليه وسلم به شپه روڼوله، خپل فاميل به يې ويښولو، اوخپل پرتوغاښ به يې کلک کړ".

شپې د روڼولو معنى دا چې: ټوله شپه به يې په لمونځ، تلاوت، دعاء، ﺫکر او داسې نورو نيکو اعمالو ويښه تيروله.

د عائشې- رضي الله عنها -  نه روايت دى فرمايې: "كان النبي - صلَّى الله علية وسلَّم - يَخلِطُ العشرين بصلاةٍ ونوم، فإذا كان العشرُ - يعني: الأخير - شمَّر وشدَّ المئزر"؛ رواه أحمد.
ژباړه: نبي صلى الله عليه وسلم بهد رمضان مياشتې لومړۍ شل شپې لمونځ او خوب يوځاى کولو، کله چې به وروستۍ لسيزه داخل شوه، نو بډې به يې را ووهلي او پرتوغاښ به يې کلک کړ.

 او يا داچې د شپې ﺯياته برخه به په عبادت ويښه تيروله لکه څرنګه چې په نسائي کې له عائشې رضي الله عنها نه روايت دي، فرمايي:" لا اعلم رسول الله صلى الله عليه وسلم قرأ القرآن كله في ليلة ولاقام ليلة حتى أصبح ولا صام شهراً كاملاً قط غير رمضان."

ژباړه: ماته نه دې معلوم چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د ټوله شپه قران تلاوت کړى وي، يا دې تر سهاره په لمانځه ولاړ وي او يا دې له رمضان  پرته ټوله مياشت روژه نيولي وي.

همدا شان په صحيح مسلم کې د عائشې- رضي الله عنها - نه روايت دي، فرمايي: "ما أعلمه - صلَّى الله علية وسلَّم - قام ليلةً حتى الصباح".
ژباړه: ﺯه نه پوهېږم چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دې کومه شپه تر سهاره پورې(په لمانځه) ودريدلاى وى.

تېر شوي حديثونو ته په کتو شپې د روڼولو څخه مقصد د شپې ﺯياته برخه په د الله تعالى په عبادت او اطاعت ويښه تيرول دي.

شپه روڼول ټولو عبادتونو ته شامل دي، لکه: لمونځ کول، د قران کريم تلاوت، ﺫکر، دعاء، خيرات او صدقه کول او داسې نور...

د روژې په مبارکه مياشت کې او پدې غوره شپو کې په لمانځه او عبادت شپه شبګيرول يقينا ستر عمل دى چې بايد ځانګړې پاملرنه ورته وشي تر څو مونږ ټول د الله تعالى د رحمت او لورېينې څخه برخمن شو.

ايا که مونږ سبا خپلې ټولنې ته پام وکړو ايا له مونږ څخه څوک ټوله شپه، يا نيمه شپه، يا څلورمه برخه د شپې په عبادت ويښه تيروي؟!

ډير د تأسف ځاى دى چې ډېر خلک په لمونځ، دعاء، ﺫکر او د  قران کريم  په تلاوت شپه ويښه نه تيروي، بلکې په لوبو، باﺯرونو کې په ګرځيدلو، په بې ځايه مجلسونو، فلمونو او ډرامو ته په ناسته شپه ويښه تيروي.

ايا مونږ هر يو د خپل ځان سره حساب کړي؟ که د روژې په مبارکه مياشت کې شپه په عبادت روڼ نه کړو نو کله به يې روڼو، نيکمرغه هغه دې چې شپه د الله تعالى په اطاعت تيره کړي او د نبي - صلَّى الله عليه وسلَّم دغه ستر ﺯيرې خپلې مخې ته کړي چې فرمايي -:"مَنْ قامَ رَمَضانَ إيمانًا واحْتِسابًا غُفِرَ له ما تَقَدَّمَ مِنْ ذَنبِه". متفقٌ عليه.

ژباړه: څوک چې د رمضان په مياشت کې قيام اليل( په لمانځه شپې روڼې کړي) وکړي په  پداسې حال کې چې لامل ايمان او د ثواب ترلاسه کول وي نو ټول مخکنې ګناهونه به ورته وبښل شي.